د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استراتیژیک پلان لنډیز
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د استراتیژیک پلان لنډیز
(۱۴۰۱ – ۱۴۰۵ هـ ش)
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د دې موخې لپاره تأسیس شوی دی، چې د ژبو، ادبیاتو او د ژبې د تدریس په برخو کې مسلکي علمي او تعلیمي کادرونه وروزي. دغه پوهنځی د خپل فعالیت له پیل راهیسې د ټولنې په فرهنګي، علمي او تعلیمي ودې کې مهم او بنسټیز رول لوبولی دی. دا پوهنځی د هېواد پر بډایه ژبني او ادبي میراث تکیه کوي او په عین حال کې د معاصرو تعلیمي اړتیاوو ته په پام سره هڅه کوي، څو د معیاري زدهکړو، علمي څېړنو او د ژمن، باخبره او مسؤل انساني ځواک د روزنې زمینه برابره کړي.
د دې پوهنځي اساسي موخې د ژبني او ادبي پوهې لوړول، د فرهنګي هویت پیاوړتیا، د هېواد د تعلیمي نظام اړتیاوو ته ځواب ویل، او د علمي او تعلیمي کاربازار لپاره د مسلکي فارغانو چمتو کول دي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پنځهکلن ستراتیژیک پلان د ۱۴۰۱ څخه تر ۱۴۰۵ هـ ش کلونو پورې، د موجود وضعیت د هر اړخیز تحلیل، علمي اړتیا سنجونې، د ذینفعانو د فعال ګډون، او د نظام او د لوړو زدهکړو وزارت د پالیسیو په رڼا کې ترتیب شوی دی. دغه پلان د تدریس د کیفیت د لوړولو، د علمي څېړنو د پیاوړتیا، د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا، د ټولنیز رول د اغېزمنتیا، د مالي ثبات د تأمین او د بهرنیو همکاریو د پراختیا لپاره یو منظم او هراړخیز چوکاټ برابروي.
۱. لیدلوری (Vision)
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ژمن دی، چې د ملي او نړیوالو ژبو او ادبیاتو تدریس د افغاني ټولنې د تعلیمي اړتیاوو سره سم د مسلکي، متخصص، متدین، بااخلاقه او د رهبرۍ وړتیا لرونکو ښوونکو د روزنې له لارې بنسټیز کړي، تر څو په ملي او نړیواله کچه د باور وړ، معتبر او پېژندل شوی علمي بنسټ وګرځي.
۲. مأموریت (Mission)
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی دا مهال د نوې، پایلهمحورې او معیاري تعلیمي نصابونو له لارې او د معاصرو تدریسي ټکنالوژیو په کارولو سره، د هېواد د تعلیمي نظام لپاره مسلکي، متخصص، څېړنیز، متقي او ژمن ښوونکي او تعلیمي رهبران د ژبو او ادبیاتو په برخه کې روزي.
۳. ارزښتونه (Core Values)
۱. د ملي او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د محصلینو روزنه.
۲. د هېواد د اړتیاوو سره سم د علمي او عملي معیارونو پر اساس د محصلینو روزنه.
۳. د روښانفکرو، مسؤلو او ژمنو وګړو په توګه د محصلینو چمتو کول، چې د ټولنیز تعهد، زغم، متقابل درناوي او اخلاقي مسؤلیت لرونکي وي.
۴. له دولتي او خصوصي بنسټونو، او همدارنګه د پرېکړه کوونکو او پلي کوونکو ادارو سره د علمي، څېړنیزو او فرهنګي فعالیتونو په برخه کې د رغنده اړیکو ټینګښت او ساتنه.
۵. له نړیوالو علمي بدلونونو سره همغږي او په ملي او نړیواله کچه اغېزمن علمي او فرهنګي رول لوبول.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ستراتیژیک محورونه
۱. د معلوماتي ټکنالوژۍ محور
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ټول درسي صنفونه د السيډي، پروجکټر او اړینو تعلیمي وسایلو سره سمبال شوي دي. دغه راز، پوهنځی هڅه کوي چې د استادانو درسي لکچرونه د پوهنځي د رسمي ویبسایټ له لارې ثبت او خپاره کړي. همدارنګه، د HEMIS سیستم په پوهنځي کې فعال دی، او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په لابراتوار او کتابتون کې د محصلینو لپاره انټرنېټي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
۲. د علمي څېړنو محور
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کاري پلان له مخې، د پوهنځي شپږګونه ډیپارټمنټونه مکلف دي، چې په هر سمسټر کې د خپلو هر استاد له لوري لږ تر لږه یوه نوې علمي ـ څېړنیزه مقاله او یو علمي کنفرانس تنظیم کړي. له قانوني او علمي پړاوونو او د صلاحیت لرونکو استادانو له نظر اخیستنې وروسته، د یادو آثارو د چاپ او خپرولو چارې ترسره کېږي.
همدارنګه، د لوړو زدهکړو وزارت د نافذه لایحې له مخې، استادان په هر درې کلنه دوره کې د ډیپارټمنټ د اړتیا سره سم علمي آثار د څېړنې، تألیف یا ژباړې لپاره چمتو کوي.
۳. د ټولنې په پرمختګ کې د پوهنځي رول
د ټولنې په پرمختګ کې د اغېزمن رول د لوبولو په موخه، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د کیفیت د لوړونې کمېټه او نورې اړوندې کمېټې رامنځته کړې دي. د دغو کمېټو موخې د کیفیت د لوړونې فعالیتونو پیاوړتیا، د لوړو ادارو د مقرراتو او لایحو تطبیق، د عملیاتي پلانونو ترتیب، د پلانونو د تطبیق څارنه، د استادانو او کارکوونکو د مکافاتو او مجازاتو تنظیم، او د ارزونې او بیاکتنې لپاره د پوهنځي چمتو کول دي.
دغه پوهنځی همدارنګه د لېسو د فارغانو لپاره د لوړو زدهکړو زمینه برابروي او په ټاکلو وختونو کې علمي سیالۍ، فرهنګي پروګرامونه، علمي سیرونه، د کریدت سیستم پېژندنه، او د نظام د پالیسیو او رسمي هدایتونو د پېژندنې پروګرامونه ترسره کوي.
۴. د عوایدو د لاسته راوړنې محور
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عوایدو د زیاتوالي په موخه د شپېنیو پروګرامونو پراختیا کړې ده. همدارنګه، په پام کې ده چې د فوقلیسانس (ماستري) پروګرامونه زیات کړي، څو پوهنځی له مالي اړخه ځان بسیا کړي. په دغو پروګرامونو کې شامل محصلین د تحصیل په بدل کې فیس ورکوي.
دا مهال د دري، پښتو او انګلیسي ژبو د ماستري پروګرامونه فعال دي، د عربي ژبې د ماستري پروګرام هم رامنځته شوی دی، او د دوکتورا پروګرامونو د ایجاد پلان هم تر غور لاندې دی. سربېره پر دې، پوهنځی د انګلیسي ژبې د تدریس پروګرامونه (لکه TOEFL)، د میتودیک مرکز له لارې د ښوونکو روزنه، او نور تعلیمي پروګرامونه د ایجاد په حال کې لري.
۵. د بهرنیو فعالیتونو محور
د دې محور تر چتر لاندې، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د بشري سرچینو پر پراختیا، د تعلیمي او څېړنیزو زیربناوو پر ښهوالي، د کتابتونونو او ډیجیټلي منابعو پر پیاوړتیا، او له ملي بنسټونو سره د علمي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا تمرکز کوي، څو د پایدار علمي ودې زمینه برابره شي.
همدارنګه، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی له هغو پوهنتونونو سره علمي توأمیتونه لري چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د دري، پښتو، انګلیسي، عربي، ترکي او روسي ژبو ډیپارټمنټونه لري؛ لکه ننگرهار پوهنتون، نیمروز پوهنتون، غور پوهنتون، پنجشیر پوهنتون او نور. دغه راز، له یونس امره انستیتیوت، د روسیې د التای دولتي پوهنتون، او نورو نړیوالو علمي بنسټونو سره هم علمي همکارۍ لري.
د تطبیق، څارنې او ارزونې بهیر
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ستراتیژیک پلان کمېټه د شپږو ډیپارټمنټونو او لسو کمېټو په کچه د ستراتیژیک پلان د تطبیق، څارنې او ارزونې اساسي مسؤلیت پر غاړه لري او د پلان د پلي کېدو بهیر په دوامداره توګه ارزوي.
پایله
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ستراتیژیک پلان د روښانه لیدلوري، معیاري مأموریت او پنځو بنسټیزو محورونو پر بنسټ، د تدریس د کیفیت د لوړولو، د علمي څېړنو د پراختیا، د علمي مدیریت د پیاوړتیا او د اکادمیکو اړیکو د پراخولو لپاره یو روښانه نقشه وړاندې کوي. د دې پلان اغېزمن تطبیق کولای شي د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په یو مخکښ، بااعتباره او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویونکی علمي بنسټ بدل کړي او د هېواد د تعلیمي او فرهنګي نظام په وده کې یې رول لا پیاوړی کړي.