د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د مرکزي پوهنتونونو یوشمېر استادانو او د لوړو زده کړو وزارت ځینو کارکوونکو ته نن یاد وزارت کې د کورونا ویروس ضد واکسین تطبیق شو.

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۰:۹
sads

د لوړو زده کړو وزیر په دې اړه جوړه شوې ناسته کې؛ په داسې حال کې چې د دغه وزارت مرستیالانو، یوشمېر رییسانو او د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ګډون لاره؛ د واکسین د تطبیق په برخه د عامې روغتیا وزارت له همکارۍ څخه په مننې سره وویل چې دا لړۍ به د هیواد ټولو پوهنتونونو ته وغځوي.

د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د هیواد ټولو تحصیلي بنسټونو د استادانو واکسینول د یاد وزارت له لومړیتونو څخه دی او هڅه به یې دا وي چې دا واکسین ان زدکړیالانو ته هم ورسېږي.

له دې سره د عامې روغتیا وزارت مسوولینو هم وویل چې دوی به لومړی هغو کسانو ته د کورونا ویروس ضد واکسین تطبیق کړي چې له دغه ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

د سهار ستوري کلینیک له لوري د استادانو مسلکي پراختیا امریت سره په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري کارمندانو ته "د لومړنیو صحي مرستو رسولو" ترسرلیک لاندې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

BACK TO NEWS