د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د مرکزي پوهنتونونو یوشمېر استادانو او د لوړو زده کړو وزارت ځینو کارکوونکو ته نن یاد وزارت کې د کورونا ویروس ضد واکسین تطبیق شو.

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۰:۹
sads

د لوړو زده کړو وزیر په دې اړه جوړه شوې ناسته کې؛ په داسې حال کې چې د دغه وزارت مرستیالانو، یوشمېر رییسانو او د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ګډون لاره؛ د واکسین د تطبیق په برخه د عامې روغتیا وزارت له همکارۍ څخه په مننې سره وویل چې دا لړۍ به د هیواد ټولو پوهنتونونو ته وغځوي.

د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د هیواد ټولو تحصیلي بنسټونو د استادانو واکسینول د یاد وزارت له لومړیتونو څخه دی او هڅه به یې دا وي چې دا واکسین ان زدکړیالانو ته هم ورسېږي.

له دې سره د عامې روغتیا وزارت مسوولینو هم وویل چې دوی به لومړی هغو کسانو ته د کورونا ویروس ضد واکسین تطبیق کړي چې له دغه ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې وو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۳۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

یکشنبه- ۱۲،۱،۱۴۴۷ ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په همغږۍ د پوهنتون استادانو ته " د علمي څېړنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

برای کارمندان اداری پوهنتون تعلیم و تربیه کابل  ورکشاپ آموزشی یک‌روزه برگزار شد!

پنجشنبه- ۹،۱،۱۴۴۸ ه،ق

از سوی کلینیک ستاره صبح با هماهنگی آمریت انکشاف مسلکی استادان، برای کارمندان اداری پوهنتون تعلیم و تربیه کابل سمینار آموزشی یک‌روزه تحت عنوان" ارائه کمک‌های اولیه. . .

BACK TO NEWS