د طبیعي علومو د پوهنځي د تدریسي مدیریت پېژندنه
د طبیعي علومو پوهنځي دتدریسي مدیریت په 1363 کال په جریان کې د دې پوهنځي په تاسیس سره خپل فعالیتونه پیل کړل.
د طبیعي علومو د پوهنځي د تدریسي مدیریت عمده موخې:
- د پوهنځی علوم طبیعی د ټولو محصلینو تحصیلي سوابق تثبیت کول.
- د محصلینو د ثبت سوابق لپاره د HEMIS سیستم په مرسته اسانتیاوې رامنځته کول.
- د استادانو او محصلینو د تدریسي چارو په برخه کې نظم تقویه کول.
- د محصلینو شهرت او نمرې په سیستم کې ثبت کول.
- د ټکنالوژۍ د سیستم په مرسته د پوهنځی په ورځنیو چارو کې پرمختګ او انطباق نظارت کول.
د تدریسي مدیریت مهم فعالیتونه:
- د نوي محصلینو نوم لیکنه په HEMIS سیستم کې.
- د فارغ التحصیلانو د فراغت جدول او پایلې په ټاکلی وخت کې بشپړول.
- د ټولو ټولګیو (لومړی تر څلورم ټولګي) د محصلینو د حاضرۍ جدول جوړول او په HEMIS سیستم کې ثبتول.
- د نوي محصلینو لپاره د لیلیه او بدل اعاشه فورمې توزیع کول.
- د نوي محصلینو معرفي کول، چې د لیلیې او بدل اعاشې پروسه بشپړه کړي.
- د محصلینو احصائیه سمستر پر سمستر د معاونیت محترم امور محصلانو ته لېږل.
- د استادانو او محصلینو د معاشاتو راپور هره میاشت د بدل اعاشې پروسې لپاره لېږل.
- د فارغ التحصیلانو لپاره د تحصیلي اسنادو ترتیب او توزیع.
- د سمسترونو د درسونو او امتحاناتو د وخت تنظیمول.
- د سمسترونو د امتحاناتو لپاره د پروسې تنظیمول.
- د استادانو کادري مکاتیب او اداري کارونو د تنظیم او اجرا.
- څانګو ته د پوهنتون د رهبري شوراګانو د راپورونو خبر ورکول.
لنډیز:
د طبیعي علومو د پوهنځي تدریسي مدریت هڅه کوي، چې پورته ذکر شوي ټولې دندې په ټاکلي وخت سره ترسره کړي. د پوهنځی ریاست او څانګې د استادانو او محصلینو سره په ګډه د چارو د پرمختګ لپاره همکاري کوي. تدریسي مدیریت هڅه کوي، چې خپل فعالیتونه د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو او سافټویرونو په مرسته ترسره کړي، او د پوهنځي ریاست، د څانګو او استادانو نظریات د عملي کارونو لپاره کاروي.
لاس ته راوړنې:
- د HEMIS سیستم په مرسته د تدریسي مدیریت اړوند ټول فعالیتونه ترسره کول.
- د فارغ التحصیلانو تحصیلي اسناد په کم وخت کې ترتیب او توزیع کول.
- ټول فعالیتونه په چټکۍ سره ترسره کول.
- د تدریسي مدیریت پلان شوي اهداف په مناسب وخت سره عملی کول.
د تدریسي مدیریت تشکیلاتي چارټ:
- عمومی تدریسي مدیریت.
- اجرائیه مدیر.
- تدریسي مامور.