د ریاضي څانګه
لیدلوری:
د ریاضي ډیپارتمنت ژمن دی چې د یو باوري علمي، تدریسي او څېړنیز مرجع په توګه د مسلکي او متخصصو کادرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي. دغه ډیپارتمنت هڅه کوي چې د معیاري تحصیلي پروګرامونو د پلي کولو له لارې، چې له معاصرو ټکنالوژیو، علمي څېړنو او نوو تدریسي میتودونو سره سمون لري، په ملي او سیمهییزه کچه یو مخکښ او معتبر بنسټ وګرځي.
ماموریت:
د ریاضي ډیپارتمنت مأموریت دا دی چې د نوو تدریسي میتودونو او معاصرو درسي پروګرامونو پر بنسټ باکیفیته زدهکړه وړاندې کړي، د علمي او مسلکي څېړنو لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي، او داسې متخصص، مسلکي او مسؤل کادرونه وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي چې د هېواد په تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې د ریاضي د متخصصینو کمښت پوره کړي.
موخې :
د طبیعي علومو پوهنځي د ریاضي ډیپارتمنت خپل اساسي هدف د ساینس او ریاضي په برخه کې د مسلکي او ماهرو ښوونکو روزنه بولي، چې د عصري پوهې او د نننیو ټکنالوژیو د کارولو له مهارتونو سره سمبال وي. د دې موخې لپاره تدریسي او روزنیز فعالیتونه د لابراتواري او ساحوي عملي کارونو سره یوځای ترسره کېږي.
د پوهنځي ستراتیژیکې موخې د ساینس د تدریس او زدهکړې د قوي بنسټ د رامنځته کولو او په دې برخه کې د نوو موندنو سره تړاو لري. له همدې امله، د دې پوهنځي اساسي موخې په لاندې ډول دي:
- د ریاضي د غوره کادرونو روزنه چې تخصصي او عملي مهارتونه ولري، تر څو د هېواد تعلیمي کمښتونه پوره کړي؛
- د نظري او تطبیقي څېړنیزو پروژو ملاتړ، د نوې پوهې د تولید او د معتبرو مقالو د خپرولو په موخه؛
- له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د علمي او اکاډمیکو اړیکو پراختیا؛
- د پرمختللو ټکنالوژیو او نوښتګرو تدریسي میتودونو سره همغږي، د زدهکړې د کچې د لوړولو لپاره؛
- د کیفیت د لوړولو او اعتبار ورکولو فعالیتونو پیاوړتیا د ځانارزونې، تدابیری، انکشافي او عملي پلانونو له لارې؛
- د ریاضي ډیپارتمنت د تعلیمي نصاب بیاکتنه او نوي کول؛
- د ریاضي لابراتوار سمبالول د لیسانس دورې محصلانو او د استادانو د څېړنیزو پروګرامونو لپاره.
ارزښتونه :
- د نوښتګرو څېړنو او د علمي شواهدو پر بنسټ تدریس له لارې د اصیل ریاضي پوهې تولید ته بشپړه ژمنتیا؛
- په تدریس او څېړنه کې د لوړ کیفیت معیارونو ترلاسه کول، د نخبه کادرونو د روزنې لپاره؛
- د داسې متخصصانو روزنه چې اخلاقي، ژمن او د ټولنې او ملي پرمختګ اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي؛
- نوښت او تازه والی: له پرمختللو ټکنالوژیو او خلاقو تدریسي میتودونو سره همغږي؛
- له معتبرو داخلي او نړیوالو مرکزونو سره د علمي همکارۍ پیاوړتیا د پوهې او تجربو د تبادلې لپاره؛
- د ټولو محصلانو لپاره د برابر تعلیمي فرصتونو تضمین، په ځانګړي ډول په محرومو سیمو کې.