د پوهنتون د اداري شورا ناسته

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۰ - ۹:۲۳
ff

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون اداري ناسته د ۱۴۰۰ کال د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د دوشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ د پوهنتون د علمي معاونیت په ودانۍ کې وشوه. په سر کې د قرآن‌کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول او بیا د ناستې د اجنډا په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

۱- د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د پوهنتون مشرتابه پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ښاغلي انجنیر سردار ولي عاجز ته یې د پوهنتون د مالي او اداري چارو د سرپرست مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه؛ د پوهنځیو له رئیسانو یې وغوښتل چې د مالي او اداري چارو له معاونیت سره په کاري برخو کې لازمه همکاري وکړي. د علمي چارو مرستیال په ناسته کې د اختصاصي زده‌کړو د پوهنځي د نابینایانو او ناشنوایانو برخې د اختصاصي ازموینې په اړه چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ د اختصاصي زده‌کړو پوهنځي د محترم ریاست له‌خوا واخیستل شي، معلومات وړاندې کړل او د پوهنتون د مالي او اداري چارو له محترم معاونیت څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې لازم چمتووالی ولري.

۲- په ناسته کې د پوهنځیو له ریاستونو غوښتنه وشوه چې تر راتلونکو لسو کاري ورځو پورې خپل تطبیقي پلانونه د علمي چارو معاونیت ته ولېږي.

۳- علمي څېړنې او کنفرانسونه د استادانو د علمي ترفېعاتو نه بېلېدونکې برخه ده او محترم استادان مکلف دي چې د خپلو علمي ترفېعاتو لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت له لوایحو او مقرراتو سره سم خپلې څېړنې او کنفرانسونه په منظم ډول مخته یوسي.

۴- په ناسته کې د پوهنځیو له ریاستونو او د پوهنتون د مالي او اداري چارو له معاونیت څخه غوښتنه وشوه چې د استادانو او کارکوونکو د ظرفیت‌لوړونې په اړه خپل مشخص پلانونه تر دوشنبې ورځې پورې د علمي چارو معاونیت ته ولېږي تر څو د مسلکي پراختیا له محترم آمریت سره په همغږۍ عملي اجراآت وشي.

۵- د پوهنځیو رئیسانو د ماسټرۍ پروګرامونو د جوړولو په اړه خپل مشخص راپور وړاندې کړ او د نصاب او تخنیکي برخو د ترتیب په اړه لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS