د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اروپايي ټولنې له استازي ارنوټ پاویلز سره وکتل.

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۸/۱ - ۹:۵۸
ربرذر

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د ا.ا.ا په هېواد کې د ذکورو او اناثو لوړو زده کړو ته نه یوازې ژمن دی، بلکې د بډاینې او کیفیت لوړولو لپاره یې هڅې کوي. هغه زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت په داسې پالیسیو کار کوي چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او موسسو کې د هېواد ځوان قشر لپاره د زده کړو آرام او مصؤن چاپېریال برابر کړي. دغه راز له اروپایي ټولنې یې وغوښتل چې په تحصیلي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

همدارنګه د اروپایي ټولنې استازي ارنوټ پاویلز د نجونو په زده کړو خوښي وښوده او د لوړو زده کړو په برخه کې یې د مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۱:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا د یاد پوهنځي محصلینو ته (په کمپیوټر ساینس رشته کې د ابتکار او نوښت) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار دایر شو!

یکشنبې ورځ ۱۹/۴/۱۴۴۷ هــ ق چې له ۲۰/۷/۱۴۰۴ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا د یاد پوهنځي محصلینو ته (په کمپیوټر ساینس رشته کې د ابتکار او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس د اسلامي علومو پوهنځي د ثقافت څانګې له استادانو سره غونډه ترسره کړه!

شنبې ورځ د ١٩/٧/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١٨/٤/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"   د اسلامي علومو پوهنځی د ثقافت څانګې له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۵۱
Background image

ورځنی حدیث او نېټه!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

BACK TO NEWS