د پوهنتون د مشرتابه پلاوي او د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم پلاوي ګډه ناسته

keu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۹:۳۲
hhh

د ۱۴۰۰ کال د تلې میاشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پلاوي او د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم پلاوي تر منځ د اسلامي امارت د موخو او پروګرامونو په اړه د پوهنتون په عمومي تالار کې غونډه وشوه. په دې غونډه کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی عبدالخالق حیدري، د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سید هاشم امین، د لوړو زده‌کړو وزارت فوق‌العاده استازي ښاغلي استاد حامد یعقوبي، ښاغلي شیخ حضرت‌شاه محمد، د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو وزارت د نشراتو د ریاست مسؤل ښاغلي دلاور سېلاب، د نهه‌ګونو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د اداري برخې کارکوونکو او د پوهنتون نورو کارکوونکو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې ښاغلي پوهنیار سید هاشم امین د لوړو زده‌کړو وزارت راغلي پلاوي ته د پوهنتون په استازیتوب هرکلی ووایه او هغوی یې د پوهنتون استادانو او منسوبینو ته ور وپېژندل. ورپسې ښاغلي شیخ حضرت‌شاه محمد ټولو ته د افغانانو د آزادۍ او سترو بدلولونونو مبارکي ورکړه او ویې ویل، په تحصیلي بنسټونو کې ټولې شته ستونزې به د ا.ا.ا د پالیسۍ له مخې حل شي. همدا راز د پوهنتون له استادانو او منسوبینو یې وغوښتل چې راځئ لاسونه سره ورکړو او د هېواد د ودې لپاره متخصص او پیاوړي کادرونه وروزو. د غوندې په دوام د لوړو زده‌کړو وزارت د نشراتو د ریاست مسؤل ښاغلي دلاور سېلاب د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان د کانونو له پلوه د نړۍ تر ټولو شتمن هېواد بلل کېږي او باید په دې برخه کې ډېر متخصصان وروزل شي. همدا راز ویې ویل چې باید پرېنږدو چې کفري نړۍ زموږ د ځوانانو افکار خراب کړي او زموږ استعدادونه وتښتوي.

په پای کې د دغه پوهنتون د اسلامي زده‌کړو د پوهنځي استاد ښاغلي ډاکټر مزمل اسلامي په خپلو خبرو کې د نوي دولت ملاتړ څرګند کړ او د ا.ا.ا نظام یې د خلکو او هېواد په خیر او بریالیتوب وباله. همدا راز د استادانو په استازیتوب یې له یاد پلاوي وغوښتل چې د تحصیلي بنسټونو درسونو ته اجازه ورکړي او تر دې زیات د محصلانو درسونه ونه‌ځنډوي تر څو د هېواد پوهنتونونه عملاً خپل درسونه بیا پیل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د لومړنیو صحي مرستو رسولو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار وړاندې شو!

 ١٥/٨/١٤٤٧ هــ ق، سه شنبه
 د سهار ستوري کلینیک له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته ( د لومړنیو صحي مرستو رسولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار د کابل ښوونې او روزنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو!

 سه شنبه، ١٥/۸/١٤٤٧ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو، چې په لومړۍ ورځ یې د کابل جـ.ـهـ.ـادي مدرې شیخ الحدیث مولوي محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پوهاند استادانو د خپلو علمي څېړنو پایلې شریکې کړې!

یکشنبه، ١٣/٨/١٤٤٧ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لس تنه پوهاند استادانو د خپلو علمي څېړنو پایلې د علمي سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون له رهبرۍ، مسؤلینو او استادانو سره شریکې کړې.

د. . .

BACK TO NEWS