د زدکړیالانو چارو معیینیت شورا نوبتي غونډه نن د زدکړیالانو چارو معین سید فرهاد شهید زاده په مشرۍ جوړه شوه او په تحصیلي بنسټونو کې د حضوري درسونو د پیلېدو د څرنګوالي په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۴:۱۷
اااالا

د زدکړیالانو چارو معیینیت شورا نوبتي غونډه نن د زدکړیالانو چارو معین سید فرهاد شهید زاده په مشرۍ جوړه شوه او په تحصیلي بنسټونو کې د حضوري درسونو د پیلېدو د څرنګوالي په اړه لازمې پرېکړې وشوې. په یاده غونډه کې تر ډېره د لوړو زده کړو کیفیت ساتلو په اړه او د مخکنیو تشدیدي سمسترونو ځینو نیمګړتیاوو د جبرانولو، د نافذ شویو روزنیزو مقررو مراعاتولو او د هغو مسایلو لپاره چې پلي کول یې په اوسني سمستر کې د محدودیتونو له امله ناشونې دي او د بدیل تدابیرو نیولو او د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د حضوري درسونو پر بشپړولو باندې بحث وشو او په دې برخه کې د حل لارو وړاندیز وشو. په پایله کې دوې وړاندیز شوې طرحې د سمسترونو او کرېډېټونو بشپړولو لپاره د هېواد د تودو او سړو ولایتونو په پام کې نیولو سره د لوړو سمسترونو لپاره د زدکړیالانو د ارتقا لپاره وړاندې شوې او پرېکړه وشوه چې دغه طرحې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ته وړاندې شي. په پام کې ده چې له دې وړاندیزو شویو طرحو څخه به یوه د دولتي چارواکو لخوا تر تصویب وروسته پلې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS