د نشراتي کمیسیون غونډه

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۰:۱۵
الال

د۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه د سې شنبې په ورځ د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د خپرونو کمیسیون میاشتنۍ نوبتی غونډه وکړه. دغه غونډه په پرانیستې فضا کې د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ جوړه شوه. د علمي چارو د مرستیال تر لومړنیو خبرو وروسته پر لاندې مسائلو بحث او پرېکړې وشوې.

۱- د استادانو یو تألیفي اثر د خپرېدو لپاره د رایو په اتفاق تایید شو.

۲ - د خپرونو کمیسیون د استادانو دوې علمي – څېړنیزې مقالې د خپرېدو لپاره د رایو په اتفاق سره تایید کړې.

۳- د استادانو د علمي اثر د حق‌الزحمې یو غوښتنلیک تایید شو. غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS