د مور د ورځې په مناسبت د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون پیغام

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۵۵
hh

مور یوه ښکلې، آراموونکې او په زړه پورې کلمه ده چې دومره ښکلې کلمه به کمه پیدا کړو.

د روغ اولاد په روزنه، ټولنې ته یې په وړاندې کولو، همدا راز په انساني ټولنه کې يې د اساسي رول او د مور لوړ مقام ته د درناوي په موخه د ټولې نړۍ په کالنیو کې یوه ورځ د مور په نامه ثبت ده. د افغانستان په کالنۍ کې هم د غبرګولې ۲۴مه د مور ورځ نومول شوې ده.

اسلام سپېڅلي دین مور ته ځانګړی مقام ورکړی، ان تر دې حده چې رسول‌الله (ص) د مور د مقام په اړه فرمايي: "الجنّةُ تحتَ اقدامِ الامّهات؛ جنت د میندو تر پښو لاندې دی."

دا مبارک حدیث څرګندوي چې جنت ته د تلو لپاره باید د مور رضایت ترلاسه کړو. مور د شخص د ژوند په لړ کې ډېر زحمتونه ګالي؛ د امېندوارۍ دوره، د طفلۍ دوره، د ماشوم‌والي دوره او زلمیتوب هغه تر ټولو مهمې ورځې دي چې د زحمتونه لویه برخه یې د مور بللی شو.

که موږ یوه آرامې او هوسا ټولنه غواړو باید د نجونو او ښځو ښوونې او روزنې ته پام وکړو. ځکه آرامه او هوسا ټولنه هغه ده چې د نجونو او ښځو روزنې ته پام پکې وشي. لوستې او پوهه ښځه روغ اولادونه ټولنې ته وړاندې کوي او روغ اولادونه هر یو د روغې، بې‌تعصبه او بې‌تبعیضه ټولنې په جوړولو کې لوی او اساسي رول لري.

په دیني متنونو کې یوه اساسي لارښوونه په ټولیز ډول د والدینو مقام او په ځانګړي ډول د مور مقام ته پام دی.

د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي او د دغې ادارې د جنډر مدیریت ټولو افغانو میندو په تېره د دغه پوهنتون او اکاډمیکې ټولنې ټولو میندو د مور د ورځې مبارکي وايي. د ټولو ګرانو میندو د روغتیا په هیله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS