د نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې سیمینار

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۹:۴۸
vffdff

د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز خپلې وجودي فلسفې ته په کتو سره داسې علمي پروګرامونو جوړولو ته ژمن دی چې د پوهنتون د علمي کادر د استادانو مسلکي پوهه ښه، پیاوړې او ډېره کړي.

د همدې لپاره یې د دغه پوهنتون د څانګو د آمرانو او استادانو لپاره د نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په نامه په ۱۴۰۰/۳/۱۵ نېټه د شنبې په ورځ یو یوورځنی سیمینار جوړ کړ. دغه سیمینار د پوهنتون د مسلکي پراختیا د مرکز آمر ښاغلي پوهندوی همایون غفوري د آسان‌چاري په توګه پر مخ یووړ او پر لاندې مسایلو بحث وشو:

۱. د ژورنالونو پېژدنه او ډولونه؛

۲. د ژورنالونو جوړښت؛

۳. د معتبرو ژورنالونو د ثبت د ډېټابېسونو پېژندنه؛

۴. د معتبرو او نامعتبرو نړیوالو ژورنالونو پېژندنه.