د هېواد له نهو پوهنتونونو څخه د آنلاین ایډکس او افغان ایکس کورسونو د پرمختګ په اړه د راپور ورکولو درېیم پړاو نن د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ ترسره شو.

keu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۹:۳
dfd

په پام کې ده چې آنلاین روزنیز کورسونه د ایډکس نړيوالو پلټفورمونو او په افغان داخلي پلټفورم کې ژر تر ژره د ګټې اخیستنې له پاره چمتو شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، په داسې حال کې چې د اکاډمیکو چارو د علمي معینیت سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین او د علمی پروګرامونو د پراختیا رییس پوهنوال صدیق الله بارکزي او د نهو پوهنتونو ريیسانو، علمي مرستیالانو او د الکټرونیکي زده کړو د کمېټو مسؤلین موجود وو. په یاد شوو پلټفورمونو کې د ۹ دولتي پوهنتونونو له خوا د آنلاین روزنې کورسونو د بشپړېدو په اړه د راپورونو د اورېدو ترڅنګ، یاد کورسونه د هېواد د پوهنتونونو د علمي کیفیت په لوړولو کې خورا ارزښت لرونکي وبلل او د نظام د پالیسۍ اصل او د ملي او نړيوالې روحیې په پام کې نیولو سره د دې کورسونو د بشپړولو د پروسې پر ګړندي کولو او همدارنګه يې پر علمي معیارونو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د مخکښو پوهنتونونو په ځانګړي ډول له بلخ پوهنتون څخه مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د سلاکار په وینا، د دې پروګرامونو په بشپړېدو سره، په پام کې ده چې د یادو روزنيزو کورسونو په چمتو کولو کې په تدریجي ډول نور پوهنتونونه هم شامل شي او د ایډکس او افغان ایکس په پلټفورمونو کې خپاره شي.

دا پروګرام د هېواد پوهنتونونو ټولو استادانو او محصلينو ته د ټولو څانګو له مضامینو د ګټه اخیستلو فرصتونه برابروي. په افغانستان کې د لوړو زده کړو په برخه کې د آنلاین پلټفورمونو کارول یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د کیفیت، علمي څېړنو د پروګرامونو او د تجربو تبادلې او د هېواد د لوړو زده کړو په پرمختګ او اعتبار ورکولو کې مهم رول لوبوي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د راپور ورکولو په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه، د هېواد د لویو شخصیتونو امیرعلي شیرنوایي، پاچاخان، امام بخاري او امام ترمزي اړوند علمي او څېړنیزو سیمینارونو ته چې چارې به يې روانې شي، په اشارې سره د هېواد له پوهنتونونو وغوښتل چې د افغانستان او ترکیې هېواد تر منځ د دیپلوماسۍ سل کلنې کليزې په نمانځغونډه کې خپلې مقالې او څېړنې شریکې کړي او په دې سیمینارونو کې فعال رول ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

ورځنی حدیث


وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۲۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایې زده کړو کمېټې له غړو سره غونډه ترسره شوه!  

 

 یکشنبې ورځ د ٢١/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٢١/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د برېښنایې زده کړو کمېټې له غړو سره غونډه د علمي چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي علمي شورا غونډه ترسره شوه!

شنبې ورځ د ٢٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٠/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د طبیعي علومو پوهنځي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال، پوهنځي رئیس، د څانګو آمرینو او استادانو په ګډون ترسره. . .

BACK TO NEWS