د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه د برادران عابدي ساختماني شرکت له مشر سره وکتل

keu_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۱:۱۹
www

د ۱۳۹۹ کال د وږي په ۱۷ مه د دوشنبې په ورځ، د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه د برادران عابدي ساختماني شرکت له مشر سره وکتل، ترڅو د دې پوهنتون د ادیتوریم د بیارغونې کارونه وسپاري. په دې ناسته کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رییس آغلي پوهنوال لیلما شریفي یما، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي عبدالخالق حیدري، د تدارکاتو آمر محمد فرید ایوبي، او د پوهنتون یو شمیر استادانو هم برخه اخیستې وه. د پوهنتون رییس آغلي پوهنوال لیلما شریفي یما، د ادیتوریم د کار د بشپړولو لپاره مننه وکړه او د الله تعالی له دربار څخه یې د شرکت مسوؤلینو ته د بریا هیله وکړه او په پای کې د پوهنتون مشرتابه له خوا د شرکت مشر ته ستاین لیک ورکړل شو. مجلس د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS