اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

hamid2
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
aGDzsfdzs

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې ترسره شوه.

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي خالد عزیزي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له اړونده امرینو څخه د تېرې غونډې د فیصلو تطبیق اړوند مکمل ګزارش واخیست او په اداري کارونو کې د اطاعت پر اړتیا، ارزښت او ګټو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې په سمه توګه د دندو مخته وړلو، کارمندانو حاضري او ادارو ترمنځ د همغږۍ اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

د غونډې په لړ کې، ګډونوالو د روان کال ساختماني پروژو تطبیق او اجناسو خریدارۍ، اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت ته د چاپ ماشینونو لپاره د خوني ترتیب او ډېسک ټاپ کمپیوټرونو خریدارۍ، اړونده امریتونو کې د تخصصي کمېټو اېجاد او د پوهنتون نیازمندیو جوړولو، امریتونو کې موضوعاتو اړوند بحث او خبرې وکړې.

 اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS