کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

hamid2
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
trghzsddfgf

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت او ضرورت" ترسرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ د علمي چارو مرستیال، د استادانو مسلکي پراختیا آمر، مسلکي پراختیا مسؤولینو او استادانو په ګډون کې وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې له تلاوت وروسته د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح د ورکشاپ مقدماتي وینا وکړه، نوموړي خپلو خبرو کې د علمي لیکنې پر ارزښت او د معیاري مقدمې پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي وویل: د هرې علمي څېړنې بنسټ په قوي او منظمې مقدمې ولاړ وي، او که مقدمه په سمه توګه ترتیب شي، نو د څېړنې نورې برخې هم په اسانه او معیاري ډول پر مخ ځي.

ورپسې د استادانو مسلکي پراختیا آمر پوهنوال دوکتور عبدالجبار څپاند د غونډې ګډونوالو ته د ورکشاپ د موخو اړوند معلومات ورکړل، ده وویل: دغه پروګرام د علمي پرمختګ او د معیاري لیکنې د ترویج په موخه یو اغېزمن ګام دی.

وروسته یاد ورکشاپ د پوهنمل دوکتور سیدعلی اقبال  له خوا رسماً پیل او له ګډونوالو سره د مسئلې طرحه او سم بیان، څېړنې هدف ټاکنه، موضوع اهمیت او ضرورت څرګندول، علمي اصولو مراعات او معیاري لیکدود اړوند یې هراړخیز معلومات شریک کړل.

 د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS