کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

hamid2
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۵۰
صیششضطی

  سه شنبه، ٨/١٤٤٧/٢٢ ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته (له معتبرو علمي ژورنالونو سره د بلدتیا او پېژندنې روشونو) ترسرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ د علمي چارو مرستیال، د استادانو مسلکي پراختیا آمر، مسلکي پراختیا مسؤولینو او استادانو په ګډون کې پيل شو.

د ورکشاپ په پیل کې له تلاوت وروسته د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله "ناصح" د ورکشاپ مقدماتي وینا وکړه، ده وویل: له معتبرو علمي ژورنالونو سره د استادانو بلدتیا خورا اړینه ده، ځکه استادان باید خپلې څېړنیزې مقالې په معتبرو ژورنالونو کې نشر ته وسپاري، ترڅو ګټه اخیستونکي په ښه توګه له دې مقالو څخه استفاده وکړي او همدارنګه یې د ورکشاپ ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

ورپسې د استادانو مسلکي پراختیا آمر پوهنوال دوکتور عبدالجبار"څپاند" د غونډې ګډونوالو ته د ورکشاپ د موخو اړوند معلومات ورکړل، ده وویل: دا ډول ورکشاپونه د نوې پوهې، تجربو شریکولو او د علمي مقالو نشرولو د لا پیاوړتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري.

وروسته یاد ورکشاپ د پوهندوی دوکتور غلام حضرت ایمل "رسا" لخوا رسماً پیل او له ګډونوالو سره د علمي معتبرو ژورنالونو له معیارونو سره د بلدتیا او د دې ژورنالونو د پېژندنې اړوند یې هراړخیز معلومات شریک کړل.

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS