کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادرونو د لاسته راوړنو ستاینغونډه ترسره شوه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۳
بلیبسشی

 

یکشنبې ورځ د ۶/۸/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ۵/۱۱/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي پرمختګونو په لړ کې، هغه استادان چې د لوړو علمي رتبو (پوهاند) ته رسېدلي او همدارنګه هغه استادان چې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې یې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې دي، د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ستاینغونډه د لوړو زده کړو علمي معین، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري آمرینو په ګډون ترسره شوه، چې موخه یې د استادانو د علمي هڅو قدرداني وه.

لومړی، د علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" د غونډې پرانېستونکې وینا وکړه، ویې ویل:
د پوهنتون ریښتینی شتمني ودانۍ نه، بلکې هغه استادان دي چې د علم، څېړنې او فکر په ډګر کې هلې ځلې کوي. د پوهاند رتبه او د ماسټرۍ او دوکتورا درجې یوازې اسناد نه دي، بلکې دا د ژمنتیا، زحمت او علمي رسالت څرګندونه ده. نوموړي زیاته کړه: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون تل هڅه کړې چې د استادانو علمي وړتیاوې لوړې کړي او هغوی وهڅوي څو د نړیوالو علمي معیارونو سره سم تدریس او څېړنه وکړي.

وروسته، د لوړو زده کړو علمي معین ښاغلي شیخ ضیاء الرحمن "مدني" په خپلو خبرو کې د استادانو هڅې وستایلې او ویې ویل: هغه ملتونه چې پر علم پانګونه کوي، هېڅکله شاته نه پاتې کېږي. استادان د ټولنې فکري معماران دي، او ستاسو علمي پرمختګ د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا معنا لري. نوموړي ټینګار وکړ چې وزارت به د علمي کادر ملاتړ ته دوام ورکړي او د لوړو زده‌کړو، څېړنو او علمي ارتقا لپاره به لا ډېر فرصتونه برابر کړي.

په پای کې، هغو استادانو ته د ستاینلیکونو پر ورکړې سره درناوی وشو، چې د پوهاند رتبه یې تر لاسه کړې او د ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړې یې بشپړې کړې دي. استادانو د پوهنتون له رهبرۍ له دې اقدام څخه منندویي وکړه او ژمنه یې وکړه چې خپلې علمي هلې ځلې به لا پسې پراخې کړي.

وتس‌اپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL

ویب‌سایت:
Keu.edu.af

یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?


وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq

صفحه رسمي ژورنال‌های پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?
id=61577701660030

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS