کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د مشرتابه احکامو او فرامینو اړوند د دینی بصیرت او پوهاوي علمي لړۍ کې د امیر مقام او د امیر اطاعت موضوع تدریس شوه!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۰
بتیفیی

سې شنبې ورځ د ٣٠/٧/١٤٤٧ هـــ.ق. چې له ٣٠/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره د علمي، فکري او دینی مسؤلیتونو د پیاوړتیا په موخه، د مشرتابه د فرامینو او احکامو اړوند د دینی درسونو لړۍ کې د امیر مقام او امیر اطاعت کولو موضوع تشریح او توضیح شوه.

یاده لړۍ چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم "حمدي" لخوا تدریس کیږی، له لوري ګډونوالو سره د اسلامي نظام په چوکاټ کې د امیر مقام، مسؤلیتونو او د شرعي اطاعت د ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول او ټینګار وشو چې د امیر اطاعت د اسلامي شریعت له مهمو اصولو څخه دی او د ټولنې د نظم، یووالي او ثبات سبب ګرځي. ښاغلي رئیس صاحب خبرو کې زیاته کړه چې د امیر احکام او فرامین د شرعي اصولو، عامه مصلحت او د امت د خیر پر بنسټ صادرېږي. د مشرتابه اطاعت په اصل کې د شریعت اطاعت دی، او د نظام ټینګښت هغه مهال ممکن دی، چې ټول مسؤلین خپل دینی او اداري مسؤلیتونه په اخلاص او صداقت سره ترسره کړي. 

د یادونې وړ ده، چې یاده دینی لړۍ به اوونۍ کې دوه ورځې د یکشنبې او سې شنبې ورځو کې په مسلسله توګه ترسره کیږي او د مشرتابه د فرامینو او احکامو اړوند به هراړخیز معلومات د پوهنتون له استادنو سره شریک شي.

وتس‌اپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL

ویب‌سایت:
Keu.edu.af

یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?


وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq

صفحه رسمي ژورنال‌های پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?
id=61577701660030

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS