کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو لپاره ( د مسلکي اخلاقو له بنسټونو سره بلدتيا) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ورکشاپ وړاندې شو!
د علمي کچې د لوړولو او په تحصيلي چاپېريال کې د مسلکي اخلاقو د پياوړتيا په موخه، د پوهنتون استادانو ته " د مسلکي اخلاقو له بنسټونو سره بلدتيا" تر عنوان لاندې يو ورځنی ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي پراختیا آمر، مسلکي پراختیا مسؤلینو او استادانو په ګډون پيل شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: مسلکي اخلاق د لوړو زده کړو بنسټيز اصل دی او تدريس، څېړنې او له محصلانو سره د اړيکو برخه کې د اخلاقي اصولو مراعتول د زده کړو کيفيت په لوړولو کې مهم رول لري.
وروسته، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" د ورکشاپ جوړېدو موخې بیان کړې او په تدریس کې د اخلاقي اصولو مراعتولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.
وروسته له مقدماتي خبرو، د ورکشاپ ارایه کوونکي د مسلکي اخلاقو پر بنسټيزو مفاهيمو، د استادانو اخلاقي مسؤليتونو، مسلکي چلند، د ارزونې عدالت، د محصلینو د انساني کرامت ساتنه او د پوهنتون چاپېريال پر علمي فضاء کې د اخلاقو پر اغېز هر اړخيز بحث وکړ.
ورکشاپ د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.
وتساپ چینل:
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945
ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09
فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100086601634771&mibextid=ZbWKwL
ویبسایت:
Keu.edu.af
یوتیوب:
https://youtube.com/@kabuleducationuniversityuser44?
وتساپ گروپ:
https://chat.whatsapp.com/
LsFPrU2PDeS6jqF1m0XMDq
صفحه رسمي ژورنالهای پوهنتون
https://www.facebook.com/profile.php?
id=61577701660030
