کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي علمي شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۳۹
لیسشسشس

چهار شنبې ورځ د ١٧/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ١٧/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د اسلامي علومو پوهنځي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي چارو مرستیال، پوهنځي رئیس، د څانګو آمرینو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

په پیل کې، د علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" هر اړخیزه وینا وکړه، د اسلامي علومو پوهنځي علمي هڅې یې وستایلې او کیفیت لوړاوي پروسې لپاره د چمتوالي، تدریسي کیفیت، د نصاب بیا کتنې، استادانو ژمنتیا، علمي مقالو لیکلو او سیمینارونو دایرولو اړوند یې ګډونوالو ته اړینې سپارېښتنې وکړې. ټینګار یې وکړ: د اسلامي علومو پوهنځی د ټولنې د فکري، اخلاقي او ديني روزنې بنسټیز مسؤلیت لري او باید تدریسي بهیر یې د معاصرو اړتیاوو سره سم، خو د اسلامي اصولو په رڼا کې لا پیاوړی شي.

 وروسته، د اجنډا مطابق د کیفیت لوړاوي پروسې لپاره چمتوالي، داخلي اروزنې نتایج، روان کال تدریسي او علمي چارو ارزونه، د نصاب پیاوړتیا، د استادانو علمي فعالیتونه، د محصلینو ستونزې، د څېړنو پرمختګ او د راتلونکو علمي پروګرامونو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې وشوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS