کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال د استراتیژیک کمېټې له غړو سره ناسته ترسره کړه!

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۳:۱۳
saa

 

دوشنبې په ورځ د ٨/٧/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٨/١٠/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال د استراتیژیک کمېټې له غړو سره ناسته ترسره کړه.

 یاده ناسته د ۱۴۰۴ هـ ش کال د درېیمې ربعې د عملیاتي پلان د تطبیق څرنګوالي او همدارنګه د پوهنتون رسمي ویب‌سایټ ته د استراتیژیک پلان د خلاصې د اضافه کولو په موخه جوړه شوې وه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په ناسته کې د عملیاتي پلان د تطبیق پر مهمو مرحلو، د وخت‌بندۍ پر مراعت، د مسؤلیتونو پر روښانتیا او د تطبیق پر وړاندې د شته ننګونو او حل‌لارو هر اړخیز بحث وشو. همدارنګه پرېکړه وشوه چې د پوهنتون د شفافیت او معلوماتو ته د لاسرسي د پیاوړتیا په موخه د استراتیژیک پلان لنډه او واضح خلاصه د پوهنتون په ویب‌سایټ کې خپره شي.

د ناستې په پای کې د علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" وویل: ټاکل شوی پلاوی به د پوهنتون تولو اداراتو ته ورشي او د ١٤٠٤ کال درېیمې ربعې د عملیاتي پلان تطبیق به له نږدې وڅاري او د استراتیژیک کمېټې له غړو یې وغوښتل چې د ټاکل شویو موخو د لا ښه تطبیق لپاره خپل مسوولیتونه په همغږۍ، ژمنتیا او پر وخت ترسره کړي، تر څو پوهنتون وکولای شي ټاکل شوي ستراتیژیک اهداف په بریالیتوب سره ترلاسه کړي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS