د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ د یاد پوهنتون اداري برخو آمرینو او کارمندانو  ته "په اداري کارونو کې د کمپیوټر څخه د ګټه اخیستلو" ترسرلیک لاندې

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۳۵
addsas

یکشنبې په ورځ د ٢٣/٦/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٣/٩/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت په همغږۍ د یاد پوهنتون اداري برخو آمرینو او کارمندانو  ته "په اداري کارونو کې د کمپیوټر څخه د ګټه اخیستلو" ترسرلیک لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو.

ورکشاپ غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

 لومړي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي خالد "عزیزي" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه، همدارنګه یې د یاد ورکشاپ دایرېدلو اړوند خوښي څرګنده کړه او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې له ورکشاپ څخه پوره ګټه واخلي او په هره برخه کې چې ستونزې لري د دې ورکشاپ په پای ته رسېدو یې حل کړي.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او  ظرفیت لوړونې آمر ښاغلي عبیدالله"مولایي" په خپلو خبرو کې د ورکشاپ هدف او موخه او ضرورتونو اړوند معلومات له ګډوونکونکو سره شریک کړل.

د یادولو وړ ده چې یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت، کارکوونکو چارو ریاست د ښوونې او ظرفیت لوړونې آمریت د مسؤل لخوا رسماً پیل او په یادو څلورو ورځو کې به د مایکروسافټ آفېس برنامې د ورډ او اکسل برنامو اړوند هراړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS