کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ١٤٠٤ کال لېسانس دورې د خزاني سمسټر وروستنی ازموینې پیل شوې!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۳۶
45فثق سظ

 شنبې ورځ د ١/٦/١٤٤٧ هـ ق چې له ١/۹/۱۴۰۴ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ١٤٠٤ کال لېسانس دورې د خزاني سمسټر وروستنی ازموینې په پوره شفافیت او ډاډ منه فضاء کې پیل شوې.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاون ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د بېلابېلو پوهنځیو د ازموینو له صحنې څخه له نیږدې لیدنه وکړه او د پوهنتون محصلینو ته یې ازموینو کې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ډاډ ورکړ. همدارنګه یې ټولو استادانو ته د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون د اصولو او مقرراتو مطابق د ازموینو اخیستلو اړوند اړینې سپارښتنې وکړې چې د استادانو لخوا په ازموینو کې د پوره روڼتیا او شفافیت اطمینان ورکړل شو.

د یادولو وړ ده چې هره ورځ به په مختلفو ټایمونو کې د لېسانس دورې ازموینې د اصولو او مقرراتو مطابق د ازموینو کمېټې غړو تر نظارت لاندې په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضاء کې واخیستل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS