کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لورې د یاد پوهنتون محصلینو ته د "پلان جوړونې او راپور لیکنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار دایر شو!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۹:۵۷
ی+ب

دوشنبې په ورځ د ۱۲/٥/١٤٤٧ ه.ق. چې له ١٢/٨/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لورې د یاد پوهنتون محصلینو ته د "پلان جوړونې او راپور لیکنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار دایر شو.

سیمینار غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو.

  لومړي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه، همدارنګه یې د یاد سیمینار دایرېدلو اړوند خوښي څرګنده کړه او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې له سیمینار څخه پوره ګټه واخلي او په هره برخه کې چې ستونزې لري د دې سیمینار په پای ته رسېدو یې حل کړي. 

د یادولو وړ ده چې یاد سیمینار د ښاغلي عبدالرشید"سامع" لخوا رسماً پیل او د پلان جوړونې او راپور لیکنې اړوند یې هراړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS