کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کمپیوټرساینس پوهنځي لخوا د یاد پوهنځي محصلینو ته" د کمپیوتري شبکو مجازي‌ کولو" ترسرلیک لاندې دوه ورځنۍ علمي- ښوونیز سیمینار پیل شو!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
لغ5بل

شنبې ورځ د ۲۲/۶/۱۴۰۴ ه.ش چې له ۲۰/۳/۱۴۴۷ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا دوه ورځنی علمي–ښوونیز سمینار د «کمپیوتري شبکو مجازي‌ کولو» تر عنوان لاندې پیل شو. د دې سیمینار موخه د محصلینو علمي ظرفیت لوړول او د شبکو په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ سره د هغوی بلدتیا ډېره‌ول دي.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي"، د سیمینار پیل وینا وکړه او د نوې ټکنالوژۍ د کیفیتي زده‌کړو او څېړنو اړوند یې ټینګار وکړ، همدارنګه یې محصلینو ته وویل چې باید د دې علمي سیمینار له فوایدو څخه پوره ګټه واخلي.

وروسته، د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار محمد کبیر "احمدي" د یاد سیمینار علمي موضوعات او عملي بیلګې تشریح کړې او د شبکو د مجازي‌سازی کولو اړوند یې هراړخیز معلومات شریک کړل.

یاد دوه ورځنی سیمینار به د نظري او عملي برخو له لارې د محصلینو علمي پوهه نوره هم پیاوړې کړي.۱

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS