کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تربیتي او مسلکي علومو او بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځیو نويو کامیاب شویو محصلینو ته د اړونده پوهنځیو د پېژندنې غونډه ترسره کړه!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۴
D/.574

 

 پنجشنبې ورځ د ١١/٣/١٤٤٧ ه.ق. چې له ١٣/٦/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو عمومي تالار کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تربیتي او مسلکي علومو او بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځیو نويو کامیاب شویو محصلینو ته د اړونده پوهنځیو د پېژندګلوۍ او اړونده امکاناتو غونډه ترسره شوه.

 

په یاده غونډه کې د محصلانو چارو مرستیال، د یادو پوهنځیو رئیسانو، اداري آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

 

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د غونډې پیل وینا وکړه، محصلینو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ  د نېکو اخلاقو، مسؤلیتونو، وخت ارزښت او په سمه توګه د درسي بهیر مخته وړلو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

 

وروسته، د محصلینو خدمتونو او همغږۍ آمر شاغلي انجینر خان آغا"خبیب" محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ یې د مسلکي زده کړو، د عصری زده کړو تر څنګ د دیني زده کړو، له کتابتون او لابرتوارو څخه د ګټه اخیستلو او د پوهنتون اصولو او قوانینو مطابق د درسونو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

 

د غونډې په جریان کې، په ترتیب سره د تربیتي او مسلکي علومو او بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځیو رئیسانو، نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنک د پوهنځیو تشکیل، استادانو، اداري کارمندانو، پوهنځیو اهدافو، درسي میتودونو، تعلیمي کال، سمسټرونو شمېر، ازموینو، د کړیډت سیسټم لایحه او درسي ټایمونو اړوند، نویو کامیاب شویو محصلینو سره معلومات شریک کړل.

 

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS