کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فزیک څانګې محصلینو لپاره  " د فزیک رشتې تحصیلي او مسکلي لیدلوری" اړوند یو ورځنی آنلاین سیمینار وړاندې شو!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۳:۴۴
568مږ4

چهارشنبې ورځ د ١٠/٣/١٤٤٧ ه.ق. چې له ١٢/٦/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فزیک څانګې محصلینو ته  "د فزیک رشتې تحصیلي او مسکلي لیدلوری" اړوند یو ورځنی آنلاین سیمینار وړاندې شو!

په یاد علمي سیمینار کې د محصلانو چارو مرستیال، د فزیک څانګې آمر، محصلینو د همغږۍ او خدمتونو آمر، استادانو او د یادې څانګې ګڼ شمېر محصلینو ګډون درلود. 

د سیمینار په پیل کې، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي مولوي رحمان‌ګل "وثیق" مقدماتي خبرې وکړې. نوموړي د دې ډول پروګرامونو د ارزښت یادونه یې وکړه، د استادانو او محصلینو د علمي ودې لپاره یې د ورته سیمینارونو دایرولو پر دوام ټینګار وکړ.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د فزیک څانګې محصلینو لپاره د یوې علمي برنامې په لړ کې، په اسلواکیا هېواد د کامینوس پوهنتون د دوکتورا برنامې افغان محصل، ښاغلي محمدعارف "سلطاني" "د فزیک رشتې تحصیلي او مسلکي لیدلوری" تر عنوان لاندې یو مهم آنلاین علمي سیمینار وړاندې کړ. په دې سیمینار کې ښاغلي "سلطاني" د فزیک رشتې علمي ارزښت، لیدلوري، څېړنو کې د فزیک رشتې ارزښت او د محصلینو لپاره د څېړنیزو تجربو د پراختیا پر فرصتونو هر اړخیز بحث وکړ.

یاد سیمینار محصلینو لپاره یو ارزښتناک فرصت و، څو د فزیک رشتې د اهمیت اړوند پوهه ترلاسه کړي او د راتلونکو فعالیتونو لپاره پیاوړي شي. ګډونوالو د سیمینار په پای کې خپلې پوښتنې او نظریات له ښاغلي استاد "سلطاني" سره شریک کړل، چې نوموړي ورته هر اړخیز ځوابونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS