کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ناسمو رواجونو په اړه د توشېح شوي فرمان او د (پوهنځي پېژندنې) اړوند یو ورځنۍ ورکشاپ دایر شو!

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۵۵
SDHBF

 دوشنبې ورځ د ٨/٣/١٤٤٧ ه.ق. چې له ١٠/٦/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة رض په عمومي تالار کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ١٤٠٤کال هغو محصلینو ته چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي بېلابېلو څانګو ته نوي بریالي شوي دي، د ناسمو رواجونو په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله د توشېح شوي فرمان او د پوهنځي پېژندګلوۍ او مربوطه امکاناتو اړوند یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، محصلانو چارو مرستیال، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس، استادانو، محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر او محصلینو ګډون درلود.

ورکشاپ غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" مقدماتي وینا وکړه او محصلینو ته یې د مسؤلیتونو پېژندلو، متقابل احترام، نېکو اخلاقو، درسي بهیر ته د توجو کولو او وخت ارزښت اړوند اړینې توصیې وکړې.

وروسته، د محصلانو خدماتو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" محصیلنو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د سالمې عقیدې، وخت ارزښت، د مسؤلیتونو او د روان کال ورکشاپونو او کورسونو اړوند اړین معلومات ورکړل.

همدارنګه، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل دوکتور عبدالرحیم"" د ناسمو رواجونو توشېح شوی فرمان محصلینو ته قرائت کړ.

د ورکشاپ په جریان کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ارزښت، تشکیل، استادانو، اداري کارمندانو، پوهنځي اهدافو، درسي میتودونو، تعلیمي کال، سمسټرونو شمېر، ازموینو، د کرېډت سیسټم لایحه او درسي ټایمونو اړوند، نویو کامیاب شویو محصلینو سره معلومات شریک کړل.

د پوهنتون مشرتابه ټولو محصلینو ته د الله(ج) له درباره د کامیابۍ هیله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS