د کابل ښونې او روزنې پوهنتون د علمي څېړنو آمریت پېژندنه
پوهنتونونه د علمي څېړنو، روزنې او د علم د تولید او خپراوی مرکزونو څخه ګڼل کیژي؛ او یاهم داسې ویلی شو چې پوهنتونونه د هیواد او نړی په کچه د علمي کړنې، څېړنیز، او تکنالوژۍ د رواج کولو او همدارنګه د علم څخه په عملي ډول د ګټې اخیستنې دنده پر غاړه لري. دخوښۍ ځای دی چې، د کابل د ښونې او روزنې پوهنتون د مشرتابه د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې، د دې پوهنتون د علمي څېړنو مرکز په ۱۳۸۹ هـ. ش کال کې جوړ شو. د علمي څېړنو مرکز ، نهه کاله وروسته، په ۱۳۹۸ هـ. ش کال کې د علمي څېړنو آمریت ته ارتقا وکړه او د فعالیت ساحه یې پراخه شوه.
په ۱۴۰۲ هـ. ش کال کې، د اسلامي امارت او د لوړو زدکړه وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له امله، په ۲۵ پوهنتونونو کې د علمي څېړنو او مجلو معاونیتونه رامنځته شوه، چې له هغې له جملې څخه یوه هم د کابل ښونې او روزنې پوهنتون وه او د علمي څېړنو آمریت د علمي څېړونو او مجلو د معاونیت یوه برخه وګرځېده، برسېره پردې د مجلې آمریت، د عامه کتابتون آمریت، او د خلاقیت او نوښت عمومي مدیریت هم د علمي څېړنو آمریت د علمي څېړونو او مجلو د معاونیت تر چتر لاندې راغلل.
د علمي څېړنو آمریت د رسمي تشکیلاتو تر څنګ، د پوهنتون په کچه د څېړنې یوه اصلي او مرکزي کمیټه او د پوهنځیو په سطحه نه (۹) فرعي کمېتط رامینځ ته کړي. د دې کمیټو موخه د څېړنو پر کیفیت ډیر تمرکز، څارنه او پرمختګ دي. د مرکزي او فرعي کمیټو په جوړېدو سره، د علمي څېړنو آمریت فعالیتونه پراخ شوي چې په ترڅ کې ښې او اغېزمنې لاسته راړنې لري.
اوس مهال، د کابل ښونې او روزنې پوهنتون د علمي څېړنو آمریت مسؤلیت د چاپیریال ساتنې څآنګې استاد پوهنمل مجیبالله احمدزی پر غاړه لري. همدارنګه د په دغه آمریت کې یو دحېړنې عمومي مدیر ښاغلی سیلالرحمن منصور او علمي څېړنو کارپوه ښاغلی تازهمیر نظري په دندو بوخت دي چې اداري چارو او همدارنګه د استادانو څېړنیز آثارو د مدیریت او پروسس دنده پر غاړه لري.
د مرکزي کمیټې غړي، د علمي څېړنو په برخه کې تجربه لرونکي او متخصص استادان دي، چې د ماستري او دوکتورا په کچه زدکړې کړي . همداراز، د علمي څېړنو د فرعي کمیټو مسؤلیتونه د اړوندو پوهنځیو استادانو ته سپارل شوي، چې فعال غړیتوب لري او په لېوالتیا سره د دې آمریت په ټولو فعالیتونو کې برخه اخلي.
لیدلوری
- د استادانو د څېړنیزو مهارتونو لوړوالی او د څېړنې فرهنګ بنسټیز کول؛داسې څېړنې، چې د ښونې او روزنې اوسنیو اړتیاوو ته ځواب ویونکی وي او ځانګړې حل لارې پیدا کړي.
ماموریت
د کابل ښونې او روزنې پوهنتون د علمي څېړنو آمریت ماموریت د علمي څېړنو کلتور ته وده ورکول، د استادانو څېړنیز وړتیاوې لوړاولی، او د باکیفیته څېړنو له لارې د ټولنې د تعلیمي او تحصیلي اړتیاوو ځواب ویونکی وي.
دغه آمریت ژمن دی چې:
-
- د استادانو د علمي او څیړنیز آثارو ارزونه وکړي او د څېړنیزو موضوعاتو غوره کولو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
- د ملي او نړیوالو علمي کنفرانسونو، ورکشاپونو او سمینارونو له لارې د څېړنو د پراختیا لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
- د علمي څېړنو پایلې د اړوندو سکتورونو سره شریکې کړي، ترڅو د څېړنو عملي تطبیق ته زمینه برابره شي.
- د څېړنود معیاري کولو لپاره د نړیوالو اکاډمیکو بنسټونو سره اړیکې ټینګې کړي.
- د څېړنو لپاره مالي، تخنیکي او مسلکي آسانتیاوې برابر کړي، ترڅو د استادانو څېړنیز پروژې لا اغېزمنې شي؛
- د څېړنیزو مقالو، علمي آثارو او تحقیقي پایلو لپاره یوه منظم معلوماتي بانک (Database) رامنځته کړي او دا د پوهنتون پر ویبسایټ خپور کړي؛
- د څېړنیز ډګړ د لا پیاوړتیا او انګېزې د ایجاد کولو په موخه د ښه څېړنکو د ځېړنیز فعالیتونو د تقدیر او تشویق کول.
د علمي څېړنو آمریت هڅه کوي چې د پوهنتون د علمي څېړنو بنسټ لا قوي کړي، د کیفیتي څېړنو زمینه برابر کړي، او د پوهنتون د علمي مقام د لوړولو لپاره ګټور علمي او تحقیقي خدمات وړاندې کړي.
د علمي څېړنو آمریت دندې
- د استادانو د څېړنیزو آثارو ارزونه او د څېړنیزو موضوعاتو ټاکنه؛
- د څلورمیاشتنیو علمي او تحقیقي کنفرانسونو دایر کول؛
- د پوهاند استادانو لپاره د ازادو تحقیقي کنفرانسونو جوړول؛
- د څېړنیز پروژه د ترسره کولو لپاره استادانوته لارښونه او مرسته کول.
- ملي او نړیوالو علمي او څېړنیز مؤسسو سره د اړیکو ټینګښت؛
- د علمي څېړنو د پراختیا لپاره د اسلامي امارت د پالیسۍ پر بنسټ د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو او مؤسسو د همکاریو جذب؛
- د علمي کنفرانسونو، ورکشاپونو، سمپوزیمونو او سیمینارونو جوړول؛
- د غوره څېړنیز آثارو ارزونه او تقدیر؛
- د علمي څېړنو آمریت لپاره د ستراتیژیک او تطبیقي پلانونو چمتو کول؛
- د فرعي څېړنیزو کمیټو څخه راپور اخیستل او د څېړنیزو پروژو په پلي کیدو کې مرسته کول؛
- د علمي څېړونو آمریت د کړنو راپور چمتو کول او له معاونیت سره شریک کول.
- د پوهنتون د مشرتابه له خوا سپارل شوې نورې دندې سرته رسول.
د علمي څېړنو آمریت موخې
عمومي موخه
د باکیفیته، معیاري او تطبیقي څېړنو پراختیا، د علمي څېړنو د کلتور پیاوړتیا، او د پوهنتون د علمي او تحقیقي مقام لوړول.
ځانګړي موخې
- د علمي څېړنو د انسجام، همغږۍ او معیاري کولو لپاره د اغېزمنو کړنلارو طرحه او تطبیق.
- د استادانو د علمي او تحقیقي ظرفیتونو لوړول، د څېړنیزو مهارتونو وده او مسلکي روزنې برابرول.
- د ملي او نړیوالو علمي کنفرانسونو، ورکشاپونو، سیمینارونو او سمپوزیمونو د تنظیم له لارې د څېړنو پراختیا ته زمینه برابرول.
- د څېړنو د پایلو شریکول او د هغوی د عملي تطبیق لپاره د اړوندو دولتي او خصوصي بنسټونو سره همکاري.
- د علمي څېړنو د پرمختګ لپاره د نوښت، خلاقیت او څېړنیزو ابتکاراتو ملاتړ کول.
د علمي څېړنو آمریت هڅه کوي چې د پوهنتون د څېړنیز ظرفیت لوړولو سره، د ټولنې د ساینسي، تعلیمي او تحصیلي اړتیاوو ځواب ویونکی واوسي.
د علمي څېړنو آمریت د (۱۴۰۲ - ۱۴۰۳ هـ.ش) کال لاسته راوړنې
د علمي څېړنو آمریت په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې چې په لاندې ډول دي:
- د هیواد په کچه ملی کنفراس جوړل د (د افغانستان د د ښونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس) تر عنوان لاندې.
- د معارف وزارت سره د کنفرانس د پایلو د تطبیق په اړه غونډې؛
- د کنفراس د وړاندیزونو شریک کول د لوړو زده کړو او معارف وزارتونو سره.
- د ۱۴۰۳هـ. ش کال په لړ کې د ۱۰۰ څخه زیاتو علمي کنفرانسونو تنظیم؛
- د اړوندو سکتورونو سره د څېړنو د پایلو شریکول؛
- استادانو او محصلانو ته د نړیوالو علمي ژورنالونو ته د لاسرسي زمینه برابرول؛
- د انګلیسي، روسي، ترکي، دري او عربي مقالو د ورته والی د څرګندولو لپاره د سافټویر پیر؛
- د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره ورکشاپونه دایرول
- د ملي کنفرانس د مقالو لنډیزونه چاپ او خپرول؛