کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ١٤٠٤ کال په لړ کې د استادانو ظرفیت لوړواي برنامو دایرولو په پار د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۹:۲۷
af4+sd

یکشنبې ورځ د ١٤/٢/١٤٠٤ ه.ش چې ٦/١١/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ١٤٠٤ کال په لړ کې د استادانو ظرفیت لوړواي برنامو دایرولو په پار د همغږۍ غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار"څپاند" د غونډې دایرېدلو هدف او موخې او د ١٤٠٤ کال لپاره د استادانو ظرفیت لوړاوي برخه کې د پلان شویو برنامو اړوند هراړخیز معلومات د غونډې له ګډونکونکو سره شریک کړل.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث و القران سیدبشیرآغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د پوهنتون له هغو لوړ رتبو استادانو څخه چې د پوهنتون نویو مقررشویو استادانو لپاره د ظرفیت لوړاوي برنامې دایروي منندویي وکړه، زیاته یې کړه: هیله مو ده چې روان کال د استادانو ظرفیت لوړاوي برخه کې لازیاتې برنامې دایرې شي څکه چې د دې برنامو په دایرولو سره د استادانو ستونزې تر ډېره حل کیږي او د پوهنتون پرمختګ برخه کې د داسې برنامو دایرېدل خورا مهم بلل کیږي.

د غونډې په جریان کې د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله "عمرخیل" او څېړنو او علمي مجلو مرستیال ښاغلي پوهنمل طاووس"محمدي" په خپلو خبرو کې د ظرفیت لوړاوي برنامو په دایرېدلو ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې، ګډونکونکو په روان کال کې د ظرفیت لوړاوي برنامو د دایرېدلو وخت، ترتیب او څرنګوالي اړوند هراړخیزې خبرې وکړې..

غونډه د دعایې ویل سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS