کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا محصلینو ته "د مرحوم امیرال/مؤمنین ملا محمد عمر مجا/هد د زندګي نامې او کارنامو" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۳۱
97+یلسر

چهارشنبې ورځ د ٢/١١/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٠/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو معاونیت لخوا محصلینو ته "د مرحوم امیر/المؤمنین ملا محمد عمر مجا/هد د زندګي نامې او کارنامو" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ علمي-ښوونیز سیمینار وړاندې شو.

سیمینار غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنتون رئیس، محصلانو چارو مرستیال، اسلامي علومو پوهنځي رئیس، اداري آمرینو، کارمندانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" په خپلو خبرو کې له مسؤولینو څخه چې یاد سیمینار ته یې زمینه برابره کړې، منندویې وکړه، او د مرحوم امیر ال/مؤمنین ملا محمد عمر مجا/هد صاحب د ژوند تاریخ، اخلاقو، اسلامي اهدافو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې، همدارنګه یې د اسلامي نظام اهدافو، نېکو اخلاقو، له وخت څخه په ګټه اخیستنې د درسونو مخته وړلو، د انسان په ژوند کې د اسلام له نظره د وخت ارزښت او له سیمینار څخه د ګټې اخیستنې اړوند ګډوونکونکو ته اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د اسلامي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي شیخ عبدالاحد جواد "غزنوي" په خپلو خبرو کې د مرحوم ملا صاحب ژوندلیک، کارنامو، سیاسې، ټولنیز او اقتصادي اهدافو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

همدارنګه، د اسلامي علومو پوهنځي استاد ښاغلي دوکتور محمد ولي "حنیف" د اسلامي نظام اهدافو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې

د سیمینار په جریان کې د محصلینو لخوا د شعرونو دکلمې او ترانې وویل شوې او سیمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS