د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته درې ورځنۍ علمي سیمینار پیل شو!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۰:۱۹
4563DTJGH

سې شنبې ورځ د ٢٤/١٠/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته درې ورځنۍ علمي سیمینار پیل شو.

یاد سیمینار چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو په عمومي تالار کې پیل شو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو، استادانو، کارمندانو او اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ګډون درلود چې په یاد درې ورځني سیمینار کې به د پوهنتون رئیس صاحب په هدایت د اسلامي علومو پوهنځي محصلینو ته (د کریدټ سیسټم ښوونې، مخدره موادو زیانونو، HLIMS سیسټم ښوونې، نبوي سنتونو ارزښت، مونوګرتف لیکنې او اطاعت ارزښت) اړوند موضوعات تشرېح او توضیح شي.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" د پیل وینا وکړه، ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: قدرمنو محصلینو! خوښ یو چې په یو علمي سیمینار کې له تاسو سره یو ځای ګډون کوو، زیاته یې کړه: محصلینو! یاد سیمینار به درې ورځې دوام وکړي، وروسته له خلاصېدو به تاسو د سیمینار په معنوي ارزښت پوهه تر لاسه کړئ، هیله مو ده چې په پوره حوصله مندۍ سره د سیمینار تر پای ورځې مونږ سره یو ځای اوسئ.

ورسته، د تربیتي او مسلکي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال عبدالواسع"عظیمي" د تعیین شوې موضوع مطابق محصلینو ته د کریدټ سیسټم ښوونې اړوند هراړخیز معلومات شریک کړل.

همدارنګه، د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمر ښاغلي مولوي ایام الدین"محب" د مخدره موادو زیانونو او د هغو دنیوي او اخروي جزاګانو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

لومړۍ ورځ سیمینار غونده د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۵
Background image

محصلینو له استازو سره ناسته؛ محصل د پوهنتون د مرکزي هستې حیثیت لري! 

سه شنبه۱۴۴۷،۱۰،۱۳ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د یاد پوهنتون لیسانس برنامې اړوند ټولګیو له استازو سره د همغږۍ، ورکشاپونو او سمینارونو ته د محصلینو را جذبولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۴
Background image

علمي شورا؛ تدریسي بهیر دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د تأیید شوي نصاب سره سم مخته لاړ شي

 

دوشنبه، ٢٨/٩/١٤٤٧ 
د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه، چې پکې د تائید شوي تدریسي نصاب د تطبیق،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS