کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه کې د امیر/المؤمنین حفظه الله د توشېح شوي فرمان ارائه وشوه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۳۵
df444

شنبې ورځ د ٣٠/١/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢١/١٠/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې علمي شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د ناسمو رواجونو څخه د مخنیوي په پار د امیر/المؤمنین حفظه الله د توشېح شوي فرمان بشپړه ارائه یې وکړه، زیاته یې کړه: یاد فرمان کې د هېواد په کچه د خوښیو، مړینې او د حج او عمرې مراسمو اړوند د ناسمو رواجونو اړوند لازم هدایات ورکړل شوي دي چې له یادو رواجونو څخه مخنیوی کول د ټولنې په ټولو وګړو لازم او ضروري دي، کوښښ وکړئ چې د یاد فرمان ټولې برخې استادانو او محصلینو ته ورسوئ، ترڅو په ټولنه کې د ناسمو رواجونو مخه ونیول شي. همدارنګه یې د توشېح شوي فرمان د ارائې ترڅنګ د یاد فرمان دنیوي او اخروي ګټو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو د لاندې موضوګانو اړوند:

د امیرالمونین حفظه الله د توشېح شوي فرمان تشریح او تطبیق، د ماسټرۍ برنامو د کریډت تکمیلولو، د استادانو په مقالو او علمي آثارو کې له ادبی سرقت او هوش مصنوعي څخه د مخنیوي کولو او د استادانو تقرر، ترفېع او انفکاک دوسیو څېړلو اړوند بحث او خبرې وشوې چې د علمي شورا غړو لخوا تأیید شوې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS