کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پوهنځیو او اداري کارمندانو (١١)ټیمونو تر منځ د فوټبال سیالیو پرانېست غونډه تر سره شوه!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۴:۹
+t9fe8

شنبې ورځ د ١٤/١٠/١٤٤٦ هــــ.ق. چې له ٢٣/١/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداراي آمرینو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د فوټبال سیالو پرانیست غونډه چې د نه ګوني پوهنځيو او اداري کارمندانو په شمول(١١) ټیمونه ګډون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په ورزشي میدان کې پیل شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل“وثیق” د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیالیو اړوند وویل: هیله لرو یادې سیالۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ټیمونو ترمنځ په یوه آرامه او ډاډمنه فضا کې ترسره شي.

همدارنګه، نوموړي په خپلو خبرو کې له ټولو لوبغاړو وغوښتل چې د سیالیو په لړ کې اخلاقي، اسلامي او ورزشي اصول رعایت کړي ترڅو لوبې په ښه او ارامه فضا کې ترسره شي.

د غونډې په جریان کې د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل سید عبیدالله"حمیدي" د ورزش اهمیت، د یادو سیالیو هدف او موخو اړوند خبرې وکړې، زیاته یې کړه چې هیله مند یم یادې سیالۍ د سولې او ورور ولۍ په فضا کې پای ته ورسیږي.

همدارنګه، د محصلانو خدماتو چارو آمر ښاغلي انجینر خان آغا “خبیب” په خپلو ارزښتناکو خبرو کې ټولو لوبغاړو ته د اسلامي، اخلاقي او ورزشي اصولو اړوند سپارښتنې وکړې او راتلوونکي کې یې د نورو سیالیو ترسره کولو اړوند اړین معلومات ورکړل.

په آخر کې د دعایې له ویلو وروسته د اداري کارمندانو او اختصاصي علومو پوهنځي ټیمونو ترمنځ یادې سیالۍ رسماً پیل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS