کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنۍ اصلاحي-علمي سیمینار پای ته ورسېده!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۰:۲۳
sadg8df6g

دوشنبې ورځ د ٢٥/٨/١٤٤٦ ه.ق چې له ٦/١٢/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنۍ اصلاحي-علمي سیمینار پای ته ورسېده.

یاد درې ورځنۍ سیمینار چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو په عمومي تالار کې پیل شوی وو د سیمینار آخري ورځ د غزني ولایت جهادي مدرسې مهتمم، د عدلیې وزارت تقنین رئیس او د بحرالعلوم محمدیه مدرسې مهتمم، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو، استادانو او کارمندانو په ګډوون پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" راغلو مېلمنو او د پوهنتون استادانو او کارمندانو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ، له لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ څخه منندویي وکړه چې د دې سیمینار په ترسره کولو کې یې له پوهنتون سره پوره همکاري وکړه، همدارنګه یې د پوهنتون له استادانو او کارمندانو څخه منندویي وکړه چې درې ورځني سیمینار کې یې په پوره حوصله مندی برخه واخیسته، زیاته یې کړه: هیله لرو چې د سیمینار له ارزښت او فوایدو څخه پوره ګټه واخلئ.

ورسته، د غزني ولایت جهادي مدرسې مهتمم ښاغلي شیخ الحدیث عبدالنور صاحب په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې په دې اصلاحي-علمي سیمینار کې ګډوون کوي، همدارنګه یې د تعصباتو زیانونو، اسلامي امارت پالیسی او د امام ابوحنیفه (رح) مناقبو اړوند هراړخیز معلومات له ګډوونکو سره شریک کړل.

همدارنګه، د بحرالعلوم محمدیه مدرسې مهتمم او عدلیې وزارت د تقنین رئیس ښاغلي شیخ الحدیث عبدالجبار"حقیار" په خپلو کې استادانو ته په وینا کې وویل: تاسو الله ج ته نږدې او محترم انسانان یاستئ ځکه یې تاسو ته د استادی مرتبه درکړې، الله ج مو چارو کې بریالي لره او هیله لرو همداسې د هېواد بچیو ته خدمت وکړئ، همدارنګه یې د جهاد فضایلو او ارزښت، مسؤولیت احساس، امانتدارۍ او د خیانت مذمت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

د درې ورځني سیمینار پای کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" په بریالي توګه د سیمینار پای ته رسېدلو اړوند خوښي څرګنده کړه: زیاته یې کړه یاد سیمینار علمي-اصلاحي بڼه درلوده، ارزښتمنده موضوګانې تشرېح شوې، هیله مو ده چې د سیمینار پای ته رسېدلو وروسته له دې موضوګانو د پوهنتون په ټولو کاري چارو کې پوره ګټه واخیستل شي.

یاد درې ورځنۍ سیمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۲۰
Background image

تېسول ماسټرۍ برنامې ته له کادري غړو ازموینه واخیستل شوه!

سه شنبه- ۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري د ماسټرۍ برنامو امریت په همغږۍ د یاد پوهنتون د انګلېسي ژبې(تېسول) ماسټرۍ برنامې لپاره د هېواد د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS