گابل ښوونې او روزنې پوهنتون ارواپوهنې پوهنځي محصلینو لپاره "تنکیو ځوانانو ته د مشورې ورکړې" ترسرلیک لاندې یو میاشتنۍعلمي-ښوونیز ورکشاپ پیل شو!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۵۰
453یبلی

چهارشنبې ورځ د ٦/٨/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٧/١١/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د مشاورې مرکز لخوا د اراوپوهنې پوهنځي محصلینو لپاره" تنکیو ځوانانو ته د مشورې ورکړې" تر سرلیک لاندې علمي-ښوونیز یو میاشتنۍ ورکشاپ پیل شو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د محصلانو چارو مرستیال، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" په خپلو خبرو کې د مشاورې مرکز مسؤولینو او استادانو څخه مننه وکړه چې یاد ورکشاپ یې پیل کړ او محصلینو ته یې د ورکشاپ ارزښت، په آرامه فضا کې د مطالعې کولو، د مطالعې وخت پېژندلو او په وخت سره د ورکشاپ درسونو ته حاضرېدلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

یاد ورکشاپ چې یو میاشت به دوام وکړي له محصلینو سره به د (د تنکیو ځوانانو راوني ستونزو پېژندلو، د ځوانانو غوښتنو معلومولو، تحصیلي ستونزو، مثبتو فکرونو منځته راوړلو او هویتي چالشونو حل)موضوعاتو اړوند هراړخیز معلومات شریک شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS