کابل ښوونې او روزنې پوهنتون یوه اوونۍ کې!

hamid
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۲۰
as96f8+g

شنبه:

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د نشراتو مسؤول د لوړو زده کړو نشراتو لخوا په جوړ شوي اصلاحي آنلاین کنفرانس کې ګډون وکړ.

یکشنبه:

یکشنبې ورځ ٢٥/٧/١٤٤٦ هــ ق چې له ٧/١١/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز لخوا د ارواپوهنې پوهنځي په همکارۍ محصلینو ته د (پېژندنې-رفتاري درملنې اساساتو او اصولو) ترسرلیک لاندې یو میاشتنۍ ورکشاپ پای ته ورسېد.

# یکشنبې ورځ د ٧/١١/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٥/٧/۱۴۴۶ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند آمریتونو نوبتي غونډه ترسره شوه.

دوشنبه:

دوشنبې ورځ د ٨/١١/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٦/٧/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، معاونینو او اداري آمرینو په حضور کې د فامیلیانو بلاکونو ته د ١.٤ میلیونه افغانیو په لګښت ځانګړۍ د برق مېتر وصل او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

سه شنبه:

کابل ښوونې او روزنې کې د یاد پوهنتون په شمول د بامیان او فاریاب پوهنتونونو او پنجشېر د لوړو زده کړو مؤوسسې د کادري بستونو د نړیوالو(انګلیسي او عربي) ژبو ازموینه د سې شنبې ورځ د ٩/١١/١٤٠٣ ه.ش چې د ٢٧/٧/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-ټي)مرکز کې واخیستل شوه.

# سې شنبې ورځ د ٩/١١/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٧/۷/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري برخو کارمندانو ته د (قرانکریم ترجمې او تفسیر) درسونو په جریان کې په "البقرة سورت" کې په مسلمانانو د روژې فرض کېدل او د روژې مبارکې میاشتې درجاتو او فضایلو پاتې برخې اړوند ترجمه او تفسیر د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي حضرت ولي "ملنګ" لخوا تدریس شوه.

چهارشنبه:

کابل ښوونې او روزنې کې د یاد پوهنتون په شمول د بامیان، فاریاب پوهنتونونو او پنجشېر د لوړو زده کړو مؤوسسې له (۲۵) تنو نوماندانو څخه د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) ازموینې اخیستلو بهیر د چهارشنبې ورځ ٢٩/٧/۱۴۴۶ هــ.ق. چې له ١٠/١١/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او د پوهنتون استادانو په حضور کې واخېستل شوه.

پنجشنبه:

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لخوا د دوه میاشتینیو پیل شویو علمي ښوونیز-لارښودي ورکشاپونو لړۍ جریان لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS