کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس په شتون کې د محصلانو چارو معاونیت اړوند د فرهنګي کمېټې غونډه ترسره شوه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۳:۱۳
45ننتاا

یکشنبې ورځ د ٩/١٠/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٨/٦/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس په شتون کې د محصلانو چارو معاونیت اړوند د فرهنګي کمېټې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ګډوونکونکو ته په فرهنګي برخه کې د ورکشاپونو، سیمینارو دایرولو او د پوهنتون په مختلفو ساحو کې د دیني، علمي، ټولنیزو او فرهنګي بروشرونو نصبولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي ګل رحمان "وثیق"د کمېټې غړو د میاشتني فعالیتونو ګزارش جوړولو او د ژمي په رخصتیو کې د فرهنګي کارونو ترسره کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه، د غونډې ګډوونکونکو د لاندې موضوعاتو:

محصلینو ته د سمینارونو او ورکشاپونو دایرېدلو، د فرهنګي کمېټې غړو د میاشتني فعالیتونو ګزارش جوړولو، د کتاب لوستلو مسابقې ترسره کولو، د پوهنتون مختلفو ساحو کې د علمي، دیني، فرهنګي او ټولنیزو لیکنو او پوهنتون کې د لارښودي لوحو نصب کولو، اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS