د هېواد د استقلال درېیمې کلیزې په پار د کابل پوهنتون د غونډو په تالار کې د آزادۍ محفل ترسره شو!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۵ - ۹:۵۵
125
سه شنبې ورځ ۲۸/٢/١٤٤٦ ه.ق چې د ۲۴/۵/١٤٠٣ ه.ش نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو علمي چارو معین، رئیسانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبرۍ، استادانو او محصلینو په ګډون کې د کابل پوهنتون د غونډو په تالار کې د آزادۍ محفل ترسره شو.
په پیل کې، د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معین ښاغلي دوکتور لطف الله “خیرخواه” د غونډې ګډونکوونکو ته د نړۍ ابر قدرت(آمریکا) څخه د هېواد د آزادۍ ورځ مبارکي ورکړه، ددې ورځې د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د هېواد آزادي په آسانۍ نده ترلاسه شوې؛ بلکې د شهیدانو په وینو او هڅو لاسته راغلې مونږ باید د آزادۍ په قدر پوه شو.
ښاغلي خیرخواه همدارنګه، پخپله وینا کې له ټولو استادانو او محصلینو وغوښتل ترڅو د هېواد د اکاډمیکو چارو ساتلو لپاره کار وکړي او خپل هېواد ته په هر حالت کې د خدمت جوګه وګرځي.
وروسته، د جامع ابن عبدالله پوهنتون استاد ښاغلي شیخ مولوي نقیب الله په خپله وینا کې د آزادۍ ورځې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې په هېواد کې سوله او امن دی او ټول ملت تر یو چتر لاندې، یو نظام کې ژوند کوي د هېواد وګړي باید په سمتي، ژبني، مذهبي او نورو ډلو تقسیم نشي؛ ځکه چې غرب خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره په افغانستان کې د همدغه پلان پلي کول غواړي.
همدارنګه يې زیاته کړه چې زمونږ هېواد علم او پوهې پرمختګ ته ډېره اړتیا لري، باید ټول ولس لاس سره ورکړو او هڅې وکړو.
ورپسې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل نصیر احمد “محبت” په تېرو درې کالو کې هېواد کې د مثبت بدلونونو راتلو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې او په خپله وینا کې یې ټینګار وکړ، چې په هېڅ صورت کې له علم او زده کړې لاس مه پورته کوئ او د علم او زده کړې له لارې خپل هېواد ته د خدمت جوګه وګرځئ.
همدارنګه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل نصیراحمد “محبت”، د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهنمل صفي الله“جوهر” او کابل طبي علومو پوهنتون استاد ښاغلي دوکتور محمد فرید د خپلو پوهنتونونو په استازیتوب ویناوې وکړې او هېوادوالو ته یې د آزادۍ ورځې مبارکۍ ورکولو تر څنګ د آزادۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د محفل په پای کې د محصلینو ترانو او شعرونو ټیمونو له لوري ترانې او شعرونه وړاندې او ترڅنګ یې د تمثیلي پارچې ټیم له لوري تفریحي او د هڅونې برنامې وړاندې شوې
په آخر کې غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS