کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي رئیس پېژند غونډه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۴۰
55
سې شنبې ورځ د ١٠/١/١٤٤٦ ه.ق چې له ۲۶/٤/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي ریاست ته د ښاغلي پوهنیار سید بدرالدین "نصرت" د پېژندنې په مناسبت، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، ارواپوهنې پوهنځی استادانو او کارمندانو ګډون درلود غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي" وویل: د ښاغلی پوهنیار سید بدرالدین "نصرت" د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم په اساس د ارواپوهنې پوهنځي رئیس په توګه ټاکل کېدو مبارکي وایم، زیاته یې کړه: ښاغلی "نصرت" د دیني او علمي استعداد خاوند دی د الله تعالی له درباره ورته په چارو کې کامیابي غوارو او هیله لرو چې د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې هېڅ ډول کوښښونه ونه سپموي.
وروسته د پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند دوکتور جمشېدخان “رشیدي” د مبارکۍ ترڅنګ له ښاغلي نصرت صاحب څخه وغوښتل چې د خپلو تجربو او فکرونو په مرسته د پوهنتون د پرمختګ په برخه کې له مونږ سره همکار اوسي.
په پای کې ښاغلي پوهنیار سید بدرالدین "نصرت" د ا.ا.ا او لوړو زده‌کړو وزارت مقام له باور څخه په مننې سره وویل: د ا.ا.ا، لوړو زده کړو وزارت او کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ریاست مقام ته ته ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول هڅې به ونه‌ سپموم او کوم مسؤولیت چې راته سپارل شوی په ښه توګه به یې ادا کړم.
په آخر کې غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS