کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټرۍ برنامو د نړیوالو ژبو ازموینې خبرتیا!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۳۸
4555
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټرۍ د برنامو نوماندانو ته خبر ورکول کیږي چې د عربي او یا انګلیسي ژبې تحريري ازموینه جمعې ورځ د چنګاښ/ سرطان میاشتې٢٩مه نېټه په کابل پوهنتون کې اخیستل کیږي.
د بایومټریک معلوماتو ثبت او کارتونو وېش نېټه: پنجشنبه (چنګاښ ۲۸مه) سهار له ۸:۰۰ مازیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې.
ځای: کابل پوهنتون حقوقي پوهنځي تالار شاته درسي ټولګی.
له یادو داوطلبانو هېله کېږي، چې د بایومټریک معلوماتو ثبت او ازموینې په ورځو کې خپله اصلي پېژندپاڼه او یا پاسپورټ له ځان سره ولري.
د یادونې وړ ده، چې د نوماندانو د ماسټرۍ مضامینو تخصصي ازموینه به وروسته واخیستل شي.
نوټ: هغه نوماندان چې په عربي او انګلیسي ژبو ادبیاتو کې ماسټري کوي د دې خبرتیا له مخې هغوی هم باید د ژبې ازموینه کې ګډون وکړي.
هر ګډونوال د خپلې خوښې سره سم د یوې ژبې ازموینه ورکولی شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS