د عامې روغتیا وزارت د ۴۵۰ بستره روغتون مسؤولینو د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "مخدره موادو څخه ځان ساتنې " اړوند سیمینار دایر کړ!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۰:۴۲
555
 
چهارشنبې ورځ ۲۶/۱۲/۱۴۴۵ ه.ق. چې له ۱۳/۴/۱۴۰۳ ه.ش. نېټې سره سمون لري د عامې روغتیا وزارت د ٤٥٠ بستره روغتون مسؤولینو د محصلانو چارو معاونیت په همغږۍ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د "مخدره موادو څخه ځان ساتنې" اړوند سیمینار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة "رض" د غونډو په عمومي تالار کې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، استادانو، اداري آمرینو او د یاد روغتون مسؤولینو په ګډون دایر شو.
سیمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي قاضي عبدالعزیز"عزیزی" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د روغتون له مسؤولینو څخه مننه وکړه چې یاد سیمینار يې دایر کړ او د اسلام له نظره د مخدره موادو زیانونو او حراموالي اړوند یې هر اړخیزي خبرې وکړې.
وروسته، ښاغلي عبدالریان "زاهد" د سیمینار دایرېدو، هدف او موخې اړوند معلومات د غونډې ګډوونکونکو سره شریک کړل.
په پای کې د روغتون مسؤولینو د غونډې ګډوونکونکو ته د "مخدره موادو څخه د ځان ساتنې" سیمینار په مختلفو برخو کې وړاندې کړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS