د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د مبارکۍ پیغام!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۸:۴۲
544
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
(تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ صَالِحَ الْأَعْمَالِ)
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلی شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د 1445ه.ق/1403 ه.ش کال د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان غیور او مجاهد ولس، په ځانګړې توګه د شهیدانو قدرمنو کورنیو، کونډو، یتیمانو، سرسپارلو غازیانو، محصلینو او هغه علمي او مسلکي کادرونو ته چې د هېواد د سوکالۍ او آبادۍ په موخه د علمي او مسلکي کادرونو روزنه کوي، د آزادۍ، امن او ورورولی په سپېڅلې فضاء کې د زړه له کومي د لوی اختر مبارکي وایي.
الله تعالی ﷻ مو حجونه، تکبیرونه، لمانځونه، صدقات، طاعات، عبادتونه، قربانۍ او ټول نېک اعمال په خپل عالي دربار کې قبول کړي.
د یو آباد، پرمختللي او متعهد افغانستان په هیله!
په درنښت
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس
شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي"

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS