کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۳:۶
1125244
شنبې ورځ د ١٩/٣/١٤٠٣ ه.ش چې له ١/١٢/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون ترمنځ په دوه اړخیزو علمي او څېړنیزو برخو کې هوکړه لیک د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" او ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي احسان الله "ناصح" ترمنځ لاسلیک شو.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد هوکړه لیک اړوند خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: یاد هوکړه لیک د دوه اړخیزو همکاریو اړوند په څېړنیزو او علمي برخو کې لاسلیک شو، چې له مخې به یې دواړه پوهنتونونه په ګډه سره کار کوي، همدارنګه یې وویل: د علمي سیمنارونو دایرېدل، کتابتونو او په پوهنتونونو کې د شته امکاناتو څخه ګټه اخیستنه د یاد هوکړه لیک مهمې برخې دي او یاد هوکړه لیک باید د پاڼو پرمخ نه وي بلکې باید عملي بڼه ولري.
یاد هوکړه لیک چې په مختلفو مادو کې ترتیب شوې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون ترمنځ ( په علمي او څېړنیزو برخو کې د ګډو همکاریو، د سیمینارونو دایرېدلو، په دواړو پوهنتونونو کې د شته امکاناتو څخه ګټه اخیستنې، د څېړنیزو آثارو تدوین او ژباړه، د علمي آثارو چاپ او د استادانو لپاره د لنډمهاله او اوږد مهاله ښوونیزو ورکشاپونو دارېدلو) اړوند لاسلیک شو.
یاده غونډه د هوکړه لیک په لاسلیک او دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۲۱
Background image

(۲۱)تن محصلان پوهنځی علوم تربیتی و مسلکی پوهنتونِ تعلیم و تربیه کابل به منظور سیر علمی به کتاب‌خانه ناصرخسرو بلخی رفتند!

روز دوشنبه مؤرخ ۲۸/۸/۱۴۰۳ ه.ش مطابقِ ۱۶/۵/۱۴۴۶ ه.ق (۲۱)تن محصلان پوهنځی علوم تربیتی و مسلکی پوهنتونِ تعلیم و تربیه کابل به منظور سیر علمی به کتاب‌خانه ناصرخسرو بلخی واقع ناحیه چهارم شهر. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۵۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فوق لېسانس برنامو د نصاب جوړولو کمېټې غړو ته" د فوق لېسانس برنامو د نصاب انکشاف او جوړولو" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبې ورځ ۱۲/٥/١٤٤٦ هــ ق چې له ۲۴/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د فوق لېسانس برنامو د نصاب جوړولو کمېټې غړو ته " د فوق لېسانس برنامو د نصاب انکشاف او جوړولو" ترسرلیک لاندې ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او فراه د لوړو زده کړو مؤوسسې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

چهارشنبې ورځ د ٢٣/٨/١٤٠٣ ه.ش چې له ١١/٥/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او فراه د لوړو زده کړو مؤوسسې ترمنځ په دوه اړخیزو علمي او تحقیقي برخو کې هوکړه لیک د. . .

BACK TO NEWS