کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د دیني -اصلاحي درسونو لړۍ په جریان کې "فکري روزنې" سرلیک لاندې موضوع تدریس شوه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۳:۵۸
545
دوشنبې ورځ د ٧/٣/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٩/١١/۱۴۴۵ ه.ق نېټې سره سمون لري د پوهنتون د رهبری او دعوت او ارشاد څانګې په همغږۍ چې محصلینو ته کوم دیني-اصلاحي درسونه پیل شوي دي، د یادو درسونو په جریان کې "فکري روزنې" تر سرلیک لاندې موضوع د شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" له لوري د یاد پوهنتون محصلینو ته تدریس شوه.
ښاغلي "هاشمي" د تدریس په جریان کې محصلینو ته د اسلام مبارک دین ته احترام او خدمت کولو، د اسلام مبارک دین د اصولو مطابق د سیرت او صورت برابرولو، نبوي سنتونو باندې ځان آراسته کولو، فکر او عقل له لارې د کایناتو پیدایښ اړوند فکر کولو او د اسلام مبارک دین په سمه توګه پېژندلو اړوند ارزښمندې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د تدریس په پای کې ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د محصلینو سوالونو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS