کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

yasin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۶
14544

یکشنبې ورځ د ۶/۱/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۱۵/۹/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ماسټرۍ برنامو د درسونو پیل او درسونو ته په وخت د محصلینو حاضرېدلو، په شفافه توګه د تاق سمسټر ازموینو اخیستلو او د لوړو زده کړو وزارت پالسی مطابق د ورځنیو دندو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:

د تېرې اداري شورا پرېکړو ته بیا کتنه، د تاق سمسټر ازموینو اخیستلو او ستونزو حل، خارج مرز استادانو موضوعاتو څېړلو، په اجتماعي صفاحاتو کې د محرمو مکتوبونو له نشرولو ډډه کولو او متقاعدو استادانو دندو تمدید اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۹:۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د اسلامي علومو پوهنځي د ثقافت څانګې استادانو سره غونډه ترسره کړه!

چهارشنبې ورځ د 19/2/1403 هـ.ش چې له 29/10/1445 هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د اسلامي علومو پوهنځی د ثقافت څانګې استادانو سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، په ایران هېواد کې د ا.ا.ا ډیپلومات سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه!

 
سې شنبې ورځ د ۲۸/۱۰/۱۴۴۵ ه.ق. چې له ۱۸/۲/۱۴۰۳ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا "هاشمي"، په ایران هېواد کې د ا.ا.ا ډیپلومات سره. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۱۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د پلټنې عالي ادارې راغلي پلاوي سره غونډه شوه !

 
سې شنبې ورځ د ١٨/٢/١٤٠٣ ه.ش چې ٢٨/١٠/۱۴۴۵ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د پلټنې عالي ادارې راغلي پلاوي سره غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرانکریم څو. . .

BACK TO NEWS