سمسور او آباد افغانستان په هیله!

yasin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۸:۵۱
444

شنبې ورځ د 13/9/1445 ه.ق چې له 4/1/1403 ه.ش نېټې سره سمون لري د نجم خیریه بنسټ لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د لا ښکلا لپاره (200) نیالګي ډالۍ شول.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" د نجم خیریه بنسټ له رئیس څخه منندویي وکړه، چې د پوهنتون ښکلا لپاره یې نیالګي ډالۍ کړل. زیاته یې کړه: ” د هېواد آبادوول زمونږ او ستاسو ګډ مسؤولیت او دنده ده او په هره برخه کې باید د خپل هېواد لپاره کار او زیار اوباسو.

د یادولو وړ ده چې یاد نیالګي د پوهنتون رئیس، علمي چارو او مالي او اداري چارو معاونینو او د نجم خیریه بنسټ رئیس په حضور کې د پوهنتون مختلفو ساحو کې کېنول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۵۰
Background image

گابل ښوونې او روزنې پوهنتون ارواپوهنې پوهنځي محصلینو لپاره "تنکیو ځوانانو ته د مشورې ورکړې" ترسرلیک لاندې یو میاشتنۍعلمي-ښوونیز ورکشاپ پیل شو!

چهارشنبې ورځ د ٦/٨/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٧/١١/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د مشاورې مرکز لخوا د اراوپوهنې پوهنځي محصلینو لپاره" تنکیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۳:۴۱
Background image

د هلپینګ هنډ مؤسسې لخوا په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د څښاک اوبو لپاره ځانګړۍ د اوبو تصفیې فلټر افتتاح او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو!

 

چهارشنبې ورځ د ١٧/١١/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٦/٨/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د هلپینګ هنډ مؤسسې لخوا په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ۵.۵ لکه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو لپاره ځانګړۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټرۍ برنامو محصلینو ته د " څېړنې میتود، پروپوزل لیکنې، تېزس لیکنې او د SPSS او MXQDA ابزارو څخه په ګټه اخیستنې سره د کمي او کیفي څېړنې روشونو کارونې" سره د بلدتیا په پار ٢١ ورځنۍ علمي ورکشاپ پیل شو!

یکشنبې ورځ د ٣/٨/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٤/١١/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د څېړنې میتیود، پروپوزل لیکنې، تېزس لیکنې او د SPSS او MXQDA ابزارو څخه په ګټه اخیستنې سره د کمي او کیفي څېړنې روشونو. . .

BACK TO NEWS