کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دیني -اصلاحي درسونو لړۍ دوام!

yasin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۸:۵۷
4544

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو لپاره د دیني - اصلاحي درسونو لړۍ د لوړو زده کړو وزارت، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبرۍ، د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې په همغږۍ په نورمال ډول سره جریان لري.

یکشنبې ورځ د 20/12/1402ه.ش چې له 28/8/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د یادو درسونو په جریان کې د (د اسلام اعتقادي نظام) تر سرلیک لاندې موضوع د شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" له لوري د نوموړي پوهنتون محصلینو ته تدریس شوه.

ښاغلي "هاشمي" د تدریس په جریان کې محصلینو ته د الله تعالی ذاتي صفاتو اړوند ارزښمندې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د تدریس په پای کې ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د محصلینو سوالونو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۵۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د فوق لېسانس برنامو د نصاب جوړولو کمېټې غړو ته" د فوق لېسانس برنامو د نصاب انکشاف او جوړولو" ترسرلیک لاندې ښوونیز-لارښودي یو ورځنی ورکشاپ دایر شو!

پنجشنبې ورځ ۱۲/٥/١٤٤٦ هــ ق چې له ۲۴/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د فوق لېسانس برنامو د نصاب جوړولو کمېټې غړو ته " د فوق لېسانس برنامو د نصاب انکشاف او جوړولو" ترسرلیک لاندې ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او فراه د لوړو زده کړو مؤوسسې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

چهارشنبې ورځ د ٢٣/٨/١٤٠٣ ه.ش چې له ١١/٥/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او فراه د لوړو زده کړو مؤوسسې ترمنځ په دوه اړخیزو علمي او تحقیقي برخو کې هوکړه لیک د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۴۲
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو او کمپیوټرساینس پوهنځیو د رئیسانو پېژند غونډې ترسره شوې!

دوشنبې ورځ د ٢/٥/١٤٤٦ ه.ق چې له ١٤/٨/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي ریاست ته د ښاغلي پوهندوی ضیاالحق "امیري" او کمپیوټر ساینس پوهنځي. . .

BACK TO NEWS