د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا ملي کنفرانس!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۸
444

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" پیغام!

ګرانو هېواد والو! دا چې د یو هېواد بنسټ پر علم ولاړ دی او د علم په شتون کې هر هېواد، ترقۍ او پرمختګ ته رسیږي او پرته له علم څخه یوه ټولنه پرمختګ نشي کولای، دا مو ایماني او اسلامي دنده ده چې خپل هېواد او هېوادوالو ته د علم په برخه کې لا زیار او کوښښ وکړو.

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو پیاوړتیا لپاره ملي کنفرانس ته آماده ګي نیسي چې د روان کال سلواغې میاشت په څلورمه او پینځمه نېټه دایر کړي او یاد ملي کنفرانس کې به د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو پیاوړتیا لپاره اړین خدمتونه وشي.

د یاد کنفرانس دایرېدو اړوند د ټولو استادانو څخه چې کنفرانس ته یې مقالې لېږلې او زحمتونه یې ایستلي او کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارمندانو څخه، مننه کوو او له ټولو هېواد والو څخه هیله کوو چې د کنفرانس دایرېدو په ورځو کې د کنفرانس اهداف او موخې د اجتماعي صفحاتو له لارې تعقیب کړي.

د یو متحد او ودان افغانستان په هیله د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS